۱۴۰۰ د سلواغې ۱۲
کابل - شارلوت بلیس، هغه نیوزیلنډۍ خبریاله چې ویلي یې و، د کرونا د محدودیتونو له امله نشي کولی خپل هېواد ته ستنه شي او له طالبانو یې د مرستې غوښتنه کړې وه، بالاخره نیوزیلنډ ته د بېرته ستنېدو اجازه ورکړل شوه.
شارلوت بلیس مخکې په نیوزیلنډ هرالد ورځپاڼه کې په یو مطلب کې ویلي و، چې د نیوزیلنډ حکومت یې خپل هېواد ته د زېږون لپاره د ستنېدو غوښتنه رد کړې ده.
خو د نیوزیلنډ حکومت د خپلې پالیسۍ دفاع کړې او ویلي یې دي چې د هېواد د اوسنيو مقرراتو له مخې، هغه کسان چې د نیوزیلنډ تابعیت یا دايمي اقامت لري، کولای شي هېواد ته ستانه شي خو باید لس ورځې په یوه هوټل کې قرنطین شي، ترڅو د بېرته ستنیدو اجازه ورکړل شي.
سره له دې، د کرونا سره د مبارزې وزیر کریس هیپکینز ویلي چې د دغې خبریالې په څېر هغو کسانو لپاره چې «ځانګړې شرایط» لري، قرنطین ځای شته. نوموړي زیاته کړې چې بلیس ته یو قرنطین ځای وړاندیز شوی او د هغې د بېرته ستنېدو پرواز هم تنظیم شوی دی.
بلیس وړاندې د نیوزیلنډ په هرالد ورځ پاڼه کې ليکلي و، چې د نیوزیلنډ حکومت یې تېره اونۍ د زېږون لپاره کور ته ستنېدو غوښتنه رد کړې ده، خو د هغې په وینا یو طالب چارواکي ورته ویلي و چې کولی شي افغانستان ته راشي، خو خلکو ته دې ووايي چې واده شوې ښځه ده او که چرته ستونزې سره مخ شوه، «له همدې طالب چارواکي» سره دې اړیکه ونیسي.
شارلوت بلیس او د هغې ملګری، چې یو بلژیکی خبریال او عکاس دی، د روان کال په اوړي کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو د راپور لپاره کابل ته راغلي وو.
بلیس چې د قطر د الجزیره شبکې لپاره کار کوي، په دوحه کې پوهه شوه چې امیندواره ده، خو د قطر د قوانینو سره سم یې له نکاح پرته د امیندوارۍ طبي درملنه نه شوه ترلاسه کولای، نوموړې له خپلې دندې یې استعفا ورکړه او ټاکل شوې وه چې خپل هېواد ته ستنه شي.
له هغې وروسته چې د نیوزیلنډ حکومت د هغې د بېرته ستنېدو غوښتنه رد کړه، بلیس د خپل ملګري ټاټوبي هېواد بلژیک ته ولاړه، خو هلته یې د اقامت ویزه موقتي وه، نو اړ شوه چې له هغه هېواده ووځي، بلیس زیاتوي چې په هماغه وخت کې، دوی دواړو د افغانستان ویزې لرلې، نو پرېکړه یې وکړه چې له طالبانو د ورتګ او اوسېدو اجازه وغواړي.

