بې‌پولې خبریالان؛ د ۲۰۲۱ کال د ازادۍ نړیواله رده‌بندي

بې‌پولې خبریالان؛ د ۲۰۲۱ کال د ازادۍ نړیواله رده‌بندي

د ۱۴۰۰ کال د وري ۳۱مه ( د ۲۰۲۱ کال د اپریل ۲۰)

پاریس: د بې‌پولې خبریالانو یا RSF له‌خوا د ۲۰۲۱ کال د رسنیو د ازادۍ نړیواله درجه‌بندي ښيي چې د ناسم اطلاعاتو پر ضد یوازینی واکسین، خبریالي ده، چې په ۱۳۰ هېوادونو یعنې ۷۳ سلنه هېوادونو کې یې څه نا څه یا په بشپړه توکه مخنیوی شوی دی.

د بې پولې خبریالانو له لوري راټوله شوې د ازادي نړيواله رده بندي، چې په یوه کال کې په ۱۸۰ هېوادونو کې د خبریالي وضعیت څېړي، ښیې چې خبریالي د ناسمو اطلاعاتو د مخنیوي لپاره تر ټولو اغیزمن واکسن دی، همداراز په هغو ۷۳ سلنه هېوادونو کې چې څېړل شوي دي، دا واکسين د ۱۸۰ هېوادونو څخه ۷۳ هېوادونو کې په بد ډول ګډوډ شوی او ۵۳ هېوادونو کې له خڼډونو سره مخ شوی دی، دا شمېرې هغه هېوادونه رانغاړي چې د نړۍ په نقشه کې په سره او تور رنګ انځور شوي دي.

یعنې په هغو هېوادونو کې چې خبریالي په « سخت وضعیت» او « ډېر بد» او یا په نارنجي رنګ چې د خبریالۍ لپاره د « نا خوښه وضعیت» ښکارندویي کوي.

په یادو هېوادونو کې د خبريالۍ مخنیوی، د رده بندي د شمېرو له مخې چې د ورځنیو خبري موضوعاتو په پوښښ کې ګډوډۍ او محدوديتونه ارزوي، ښکاره شوی دی.

د RSF شاخصونو په دې برخه کې ښکاره ګډوډي ثبت کړې ده، په یادو هېوادونو کې خبریالان د ځینو بهانو لکه «روغتیايي بحران» یا اماکنو او اطلاعاتي منابعو ته د «نه لاسرسي»، سره مخ وو، آیا په یادو هېوادونو کې نړۍ‌شموله بيمارۍ له پای ته رسېدو وروسته به آسانتیاوې رامنځته ‌شي؟

ترسره شوې څېړنې ښيي چې د هغو څېړنیزو خبریالانو پر وړاندې چې غواړي حساسو برخو باندې کار وکړي په اسیا، منځني ختیځ او حتا اروپایي هېوادونو کې لا هم زیاتېدونکي ستونزې موجودې دي.

د Edelman Trust په نوم یو بنسټ د ۲۰۲۱ کال نظر پوښتنه د خبریالانو پر وړاندې د خلکو د ژورې بې‌باوري ښکارندویي کوي. د ۲۸ هېوادونو ۵۹٪ ګډونوال باور لري چې خبریالان د داسې خبرونو په خپرولو چې پر ناسم والي یې پوه دي خلک قصداً د خطا لوري ته بیایي. سره له دې، همدغه د مسلکي‌توب او د خبري زیاتوالی هم کولای شي چې د ناسمو اطلاعاتو او غیر موثقو اطلاعاتو خپرېدو یعنې په خبر کې لاسوهنې او اوازې، پر وړاندې مقابلې ته زمینه برابره کړي.

د RSF لومړی مشر کریستف دولوار په دې اړه وایي چې خبریالي د ناسمو اطلاعاتو پر وړاندې تر ټولو غوره واکسن دی، چې له بده مرغه د تولید او توزیع پر وړاندې یې د سیاسي، اقتصادي، فناورۍ او کله کله د فرهنګي پوهانو له لوري خنډ جوړېږي، په پلات‌فارمونو او ټولنیزو شبکو کې د دروغو او ناسم معلوماتو د چټک خپراوي پر وړاندې، خبریالي هغه تضمین دی چې زموږ ټولپوښتنې پر دقیقو او متنوعو پېښو ولاړوي.»

د بېلګې په توګه د کویید-۱۹ پر وړاندې په برازیل کې ولسمشر بولسونارو (۴-، ۱۱۱) او په ونزوئلا کې نیکلا مادورو (۱-،۱۴۸) درملو تبلیغات خپاره کړل چې اغيزمنتيا یې د نړیوالو روغتیایي بنسټونو له لوري نه وه تایید شوې.

خو له نېکه مرغه څېړنو چې له ډلې یې په برزیل کې د پوپلیکای خبري اژانس څېړنې چې د ورته معلومات سره د ونزوئلا خپلواکو رسنیو له لوري خپرې شوې د دې خبرې ناسم والی روښانه کړ.

په ایران (۱-،۱۷۴) کې حکومتي مسؤولینو د معلوماتو د کنټرول سختولو، د خبریالانو نیولو او په اوږدمهاله او سختو بندونو د خبریالانو محکومولو له لارې هڅه وکړه، څو پر کویید-۱۹ د اخته کسانو او مړو شمېر کم ښکاره کړي، په مصر ( ۱۶۶) کې د ولسمشر السیسي حکومت د روغتیا وزارت پرته د هر ډول رسمي احصایې خپرول منع کړل او په زیمبابوې (۴-، ۱۳۰) کې څېړنیز خبریال هوپول شین اونو د کویید-۱۹ د خپرېدو پر وړاندې مبارزې لپاره د توکو په اخیستلو کې د بې ساري اختلاس رابرسېره کولو وروسته بند کې واچول شو.

د ۲۰۲۱ کال نړیواله رده‌بندي کې مخکښ هېوادونه

ناروې سره له دې چې رسنیو د کرونا ویروس خپرېدو له امله اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې نیوکې درلودلې، پرلپسې د پنځم کال لپاره د رسنیو د ازادۍ په نړیوال رده‌بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ، فنلنډ خپل دویم مقام ساتلی او سوېډن (۱+،۳) درېيم مقام ته رسېدلی، چې تېر کال یې یاد مقام د دنمارک (۱-،۴) په ګټه بایللی وو. د ۲۰۲۱ کال د رسنیو د ازادي نړيواله رده بندي، په یو ډول د شمال غوره والي یا برلاسي او یا له بلې زاویې د شمالي اروپا د برلاسي، تاییدونکې ده.

د ۲۰۱۳ راهیسې هېڅ کله هم د رسنیو د ازادۍ نقشه کې سپینې سیمې چې د خبریالۍ لپاره د ښه یا د منلو وړ وضعیت ښکارندویي کوي، دومره نه وې کمې شوې. له ۱۸۰ هېوادونو څخه یواځې ۱۲ هېوادونه یعنې ۷٪ ( د تېر کال په توله یوه سلنه کم) کولای شي، چې د خبریالۍ لپاره د ښه چاپېریال درلودلو له امله خوشحاله وي، المان (۲-،۱۳) چې تېر کال لسګونه خبریالان د روغتیایي محدويتونو پر وړاندې لاریون کې د افراطي پلویانو له لوري د برید لاندې راغلی وو، سره له دې، المان کې د اطلاع رسونې وضعیت ښه بلل شوی، لکه د امریکا متحده ایالاتونو (۱+۴۴)، سره له دې، چې د US freedom press Tracker  په امریکا کې د بې پولې خبریالانو همکار سازمان د شمېرنو له مخې، د ولسمشر ټرمپ د واکمنۍ له ځانګړو څخه د خبریالانو پر وړاندې د بریدونو ریکارډ ماتېدل ( ۴۰۰ بریدونه او ۱۳۰ نیونې) وو.

برازیل د څلور درجو په د لاسه ورکولو د نقشې سرې برخې ته راغلی، چې د ستونزمن وضعیت لرونکي هېوادونه ښيي، د خبریالانو سپکاوی، بدنامه کول او په پلاني ډول په ټولنیزه کچه د خبریالانو سپکول، د ولسمشر بولسونارو، د کورنۍ یې او نږدې ملګرو په تولیداتي مارک تبدیل شوي دي.

په همدې برخه کې چې هند(۱۴۲)، مکزیک(۱۴۳) او روسیه (۱-،۱۵۰) هم ځای پرځای شوي دي، روسیي د نظام مخالف الکسي ناوالني پلویانو د لاریونو د پوښښ مخنیوي لپاره د خپلې ځپونکي دستګاه څخه په لویه کچه کار واخیست.

چین (۱۷۷) په بې‌ساري ډول د سانسور، څارنې او پر انټرنټ پروپاګند ته دوام ورکړی، سره له دې د نقشې بد وضعیت لرونکې برخه کې پاتې دی، هغه سيمه چې د جهان په نقشه کې په تور رنګ په نښه شوې ده او د رسنیو د ازادي رده بندي کې د بد وضعیت لرونکي هېوادونو څرګندونکې ده.

هغه برخه چې پکې ترکمنستان ( ۱+،۱۷۸) او شمالي کوریا (۱-،۱۷۹)، له اسیای هېوادونو څخه او افریقایي هیواد اریتره (۲-،۱۸۰) یې په پای کې ځای لري، دوه هېوادونه شمالي کوریا او ترکمنستان په حیرانوونکي ډول په تېر کال کې د کویید-۱۹ ویروس هېڅ پېښه نه ده اعلان کړې او اریتره هم د هغو لسګونو بندي خبریالانو په اړه چې له تېرو شلو کلونو راهیسې په بندخونو کې دي او ځينې یې په دښتو کې په کانتینرونو کې ساتل کېږي، هېڅ وضاحت نه ورکوي.

نور ښکاره لاندې لوېدلي هېوادونو څخه کومور (۹-،۸۴) او ال سالوادور( ۹-،۸۲) هېوادونه دي، چې په یادو هېوادونو کې خبریالان اړ دي څو د کووید-۱۹ بيمارۍ د‌ مدیریت په اړه د معلوماتو لاسرسي لپاره پیسې ورکړې، مګر د ۲۰۲۱ رده بندۍ په جدول کې غوره مخته راغلي هېوادونه په افريقا کې موقعیت لري.

بروندي (۱۳+،۱۴۷)، سیرالئون (۱۰+، ۷۵) او مالي(۹+، ۹۹) چې له ډلې یې د رسنیو د ازادي وضعیت ښه کېدو په برخه کې په بروندي کې د lawco د څلورو خپلواکو خبريالانو ازادي، په سیرالئون کې د رسنیزو سرغړونو جرم پېژندنې قانون لغو کېدل او په مالي کې زورونې د پېښو کمېدل یادولای شو.

د ۲۰۲۱ کال د رسنیو د ازادي نړيواله رده بندي کې د نړۍ لويې وچې(قارې)

اروپا او امریکا (شمالي او سوېلي) اوس هم د رسنیو ازادۍ لپاره تر ټولو ښې لویې وچې دي، که څه هم امریکا سږ کال تر ټولو ډېر بد وضعیت ثبت کړ (۲+،۵٪).

اروپا د «خبریالانو ځورونې» په برخه کې ښکاره ونډه درلودله، د اروپا- بالکان سیمه کې تاوتریخوالي لرونکي کړنې دوه برابره شوي، په داسې حال کې چې یاده چاره په نړیواله کچه ۱۷٪ ده. د اروپا په ډېری هېوادونو کې په خبریالانو بریدونه او ناسمې نیونې ډېرې شوې دي، چې له ډلې یې، آلمان، فرانسه(۳۴)، ایتالیا (۴۱)، لهستان ( ۲-،۶۴)، یونان (۵-، ۷۰)، صربستان (۹۳) او بلغارستان(۱-،۱۱۲) یادولای شو.

که څه هم افریقا کې د ځورونې کچه کمه شوې، خو یاده لویه وچه اوس هم د خبریالانو لپاره له تاوتریخوالي ډک استوګن‌ځای دی، لکه څرنګه چې د کویید-۱۹ بېرته راتګ د خبریالانو د کار مخنیوي کې له زور څخه کار اخيستنه اسانه کړه، په تانزانیا (۱۲۴) کې د یاد هېواد جمهور رئیس جون مګاوفولي تایید کړه چې کرونا ویروس یوه «غربي دسیسه» ده او هېواد یې په دعا او عبادتونو ماته ورکړې ده، هغه په تېره میاشت کې د کرونا ویروس له کبله د خپلې مړينې څخه مخکې د کرونا ویروس په اړه اطلاع رسونه منع اعلان کړې وه.

په آسيا او اقیانوسه کې د سانسور ویروس لمن له چین څخه هم پراخه شوه، په هنګ‌کانګ(۸۰) کې د پکن د ملي امنیت له لوري تحمیل شوی قانون په ژوره توګه خبریالي ګواښي، په استرالیا (۱+،۲۵) کې د اندېښنې وړ یو ویروس تجربه شو، د هغې دولتي پروژې په ځواب کې چې پلاتفارمونه یې د رسنیو له لوري تولید منځپانګې په بدل کې پیسو ورکولو ته اړېستل، فیسبوک پرېکړه وکړه چې د استرالیايي رسنيو لپاره د خبري منځپانګو خپرول منع کړي.

ختيځې اروپا او مرکزي اسیا سږ کال خپل له وروستي څخه مخکې مقام وساته، یو هم په بلاروس(۵-،۱۵۸) کې د هغو پېښو له امله چې په کې د جمهوري ریاست ټولټاکنو د پايلو په غبرګون کې د لویو اعتراضونو پټولو په برخه کې خبریالان په شدت وځپل شول.

په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې هېڅ لوی بدلون نه دی لیدل شوی، دې سیمې اوس هم د رسنیو ازادي نړيواله درجه بنديو کې خپل وروستی مقام ساتلی دی. په الجزایر(۱۴۶) او مراکش (۳-،۱۳۶) کې قضایي ارګانونه د نیوکه کوونکي خبریالان غلي پاتې کېدو ته د اړ اېستلو وسیله ګرځېدلې، په منځني ختیځ کې زورواکو هېوادونو لکه سعودي عربستان (۱۷۰)، مصر (۱۶۶) او سوریه( ۱+،۱۷۳) د روغتیایي بحران په پلمه د اطلاعاتو محدودولو او د رسنیو خولو ته همغسې دوام ورکړی.

د نړۍ په دې برخه کې چې د خبریالانو لپاره تر ټولو سخته او خطرناکه سیمه ده، د کویید-۱۹ ویروس خپرېدلو د رسنیو لپاره وضعیت بد تره نه نکړ.

د کالني شاخص ثبات، چې په نړۍ کې د اطلاع رسونې څخه د سرغړونې د شدت د ارزونې معيار دی، چې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کال په فاصله کې یې ۳٪ کموالی درلود، د ټولیز وضعیت د ښه والي نښه نه ده، عمومي شاخص اوس هم د هغه د‌ تعین ۲۰۱۳ په پرتله په د ۱۲٪ بد وضعیت  ښکارندویي کوي.

د ایران (۱-، ۱۷۴) اسلامي جمهوري د کرونا د ناروغانو او مړو د شمېر له پټولو د روح الله تر اعدامه

ایران یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په ۱۳۸۱ کال کې د رسنیو د ازادي نړیوالې رده بندي له اعلان راهیسې د حکومت له لوري د اطلاع رسونې د ازادۍ د ځپلو له امله تل د رده بندي په ټیټو برخو کې پاتې شوی دی. د کویید-۱۹ ویروس د حالاتو له خرابولو سره، حکومتي چارواکو هڅه وکړه د ناروغانو او مړو شمېر کم ښکاره کړي، که څه هم حکومت د ۸۰ زره مړو یادونه کوي، خو ځینې سرچینې دا شمېر له ۱۸۰ زرو څخه زیات اټکل کوي.

چارواکټ نه یوازې دا چې په سنتي او رسمي رسنیو کې اطلاعات مهار کړي بلکې د خبریالانو ګواښ، احضار، نيونې او محکومول یې زیات کړي دي، له بلې خوا ایران حکومت په تېرو پنځوسو کلونو کې د خبریالانو پر وړاندې تر ټولو ډیر د اعدام حکمونه صادر او پلي کړي دي، د آمد نیوز خبري سایټ او تلګرام کانال مدير روح الله زه هم په یوه نا عادلانه محکمه کې محکوم شو او د ۱۳۹۹ کال د ليندۍ په ۲۲مه په دار وځړول شو.

افغانستان (۱۲۲) د خبریالانو هدفي وژنې د رسنیو ازادي ګواښي

په افغانستان کې د کرونا ویروس سربېره، چې د خبریالانو له ډلې یې لسګونه کسان ووژل، یو بل ویروس هم افغانستان ته زیان رسوي، د افراطي تاوتریخوالي ویروس چې خبریالان، په ځانګړي ډول ښځینه خبریالان په نښه کوي، لږ تر لږه ۶ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې په هدفي ډول وژل شوي او څلور نور د روان میلادي کال له پیله وژل شوي دي.

که څه هم افغانستان په نورو هېوادونو کې د بدلون له امله خپل پخوانی مقام ساتلی، خو لا هم د خبریالانو لپاره د نړۍ له مرګوني هېوادونو څخه شمېرل کېږي.

بې‌پولې خبریالانو (RSF) د دغو وژنو پر وړاندې خبرداری ورکړی او د افغانستان له حکومتي چارواکو یې غوښتي چې دغه قضیې جدي وڅېړي. همداراز، له نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول له امریکا، المان او فرانسې، یې غوښتنه کړې چې د نړیوالې جزایي محکمې له خوا د افغانستان د دوسیې د پراخېدو او د خبریالانو پر وړاندې د وروستیو جنایتونو د شاملېدو ملاتړ وکړي.

د اطلاع رسونې د ازادي نړیوالې رده بندي څرنګوالی

بې‌پولې خبریالان (RSF) له ۲۰۰۲ کال راهیسې هر کال د رسنیو د ازادۍ نړیوال رده بندي خپروي. دا رده بندي د هېوادونو تر منځ د یو ډول سیالۍ پر بنسټ جوړېږي، د بیان ازادۍ لپاره د عدالت غوښتنې غوره وسیله ده، چې مشهورتیا یې د رسنیو، بنسټونو او ملي او نړیوالو چارواکو ترمنځ ځانګړی اعتبار ورکړی. دا رده بندي د دولتونو سیاسي حالت او بدلون نه، بلکې د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې د خبریالان ازادي ته لاسرسي د وضعیت د ارزونې معيار دی د لاندې معیارونو څخه لکه: کثرت‌گرایي یعنې په رسنیو کې د مختلفو نظریاتو شتون، د سیاسي، اقتصادي، مذهبي او نظامي فشارونو پر وړاندی د رسنیو خپلواکي، چاپېریال او ځان‌سانسوري، حقوقي او قانوني چوکاټونو، هغه قانوني چوکاټونه چې د اطلاع رسونې وضعیت سموي، د هغو بنسټونو روڼتيا چې اطلاع رسونه څاري، زیر بناوې او مسلکي ظرفیتونه څخه په ۲۰۱۳ کال کې په نړیواله کچه د لومړي ځل لپاره د رده بندي په جوړېدو کې کار واخیستل شو، چې د بیان ازادۍ د وضعیت ارزولو لپاره یو معیاري چوکاټ او یو نوی شاخص، وړاندې کوي. د شاخص زیاتوالی نه یوازې چې د فشارونو د زیاتوالي نښه ده بلکه د رده بندي د جوړښت لپاره د یو بل معیار په توګه په پام کې نیول شوی دی.