د رسا ټلوېزیوني شبکې خپرونې پیل شوې

د رسا ټلوېزیوني شبکې خپرونې پیل شوې

چهارشنبه، د ۱۳۸۹ کال د وږي ۱۰مه

رسا (د ایران شنه رسنۍ) چې د ایران د شنه غورځنګ د نښې په توګه پېژندل کېږي، د تل‌ استار ۱۲ سپوږمۍ له لارې یې د ایران، منځني ختیځ، اروپا او شمالي افریقا لپاره خپلې خپرونې پیل کړې.

یاده شبکه د شنه غورځنګ له لوري د ایران څخه بهر د یو شمېر فعالانو له خوا رامنځته شوې او بنسټ‌ ايښودونکي یې ځانونه «د ایران د خلکو د شنه غورځنګ یو شمېر ملاتړي» معرفي کوي.

د هغو ویب‌پاڼو د معلوماتو پر بنسټ چې د ایران د دولت مخالفینو پورې تړاو لري، دغه رسنۍ له هېڅ حکومت، بنسټ یا داسې ادارې سره تړاو نه لري چې له بهرني بودیجې څخه کار اخلي، بلکې مالي لګښتونه یې د اعلانونو او د ایران د خلکو له مرستو تمویلېږي.

همداراز ویل شوي چې دا شبکه د شنه غورځنګ رسمي ویندویه نه ده، خو ژمنه ده چې د خلکو غوښتنې او د شته غورځنګ مشرانو پیغامونو خپرولو کې خپلې ټولې هڅی وکړي.

د ۱۳۸۸ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو د پایلو پر ضد اعتراضي حرکت ته د «شنه غورځنګ» نوم ورکړل شوی.

د رسا ټلوېزیوني شبکې تر دې وړاندې د روان کال د زمري په ۱۵مه او د ایران د مشروطیت د پاڅون څلورمې کلیزې سره هم مهاله، خپلې انټرنتي خپرونې پیل کړې.

د دې شبکې د فعالیت ساحه « د خبرونو پوښښ او خپرول، شننې، فرهنګي، هنري، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو پروګرامونو خپرول» اعلان شوې ده.

د رسا ټلوېزیوني شبکه په داسې حال کې خپرونې پیلوي، چې د تېر کال د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو پایلو پر ضد له پراخو اعتراضونو وروسته، ډېری اصلاح‌پالې ورځپاڼې او خپرنۍ د دولت له خوا بندې شوې او ګڼ شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بندي کړل شول.