په بغداد کې د العربیه شبکې پر دفتر ځانمرګی برید

په بغداد کې د العربیه شبکې پر دفتر ځانمرګی برید

کابل، دوشنبه، د ۱۳۸۹ کال د زمري ۴مه

د عراق په پلازمېنه بغداد کې د العربیه تلوېزیوني شبکې په دفتر د یوه ځانمرګي برید له امله ۴ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بغداد د پولیسو یو افسر جنرال قاسم عطا العربیه تلوېزیون ته ویلي، چې دا برید د دوشنبې په سهار د یوه موټر چلونکي ځانمرګي له خوا له  امنیتي موانعو څخه له تېرېدو شاؤخوا لس دقیقې وروسته ترسره شو.

د پېښې یو شمېر قربانیان او ټپیان د شبکې ساتونکي او عادي کارکوونکي دي.

د یاد عراقي افسر په وینا، چې په یاد برید کې د القاعده شبکې د لاس‌ درلودلو په تړاو نښې موندل شوي دي.

د العربیه خبریال طارق ماهر، چې د چاودنې پر مهال د دفتر دننه و، ویلي، په دې برید کې یوه ۵۰ کلنه ښځه چې د دفتر خدماتي کارکوونکي وه، ځای پر ځای وژل شوې ده.

د العربیه تلوېزیوني شبکه د سعودي عربستان له شاهي دولت سره تړاو لري او په ۱۳۸۲ کال کې یې په بغداد کې څانګه پرانیستل شوه.

له هغه مهاله تر ننه د دې شبکې کارکوونکي د وسله والو د زیاتېدونکو بریدونو او ګواښونو هدف ګرځېدلي دي.

د العربیه خبریاله اطوار بهجت په ۱۳۸۵ لمریز کال کې د سامرا ښار ته نږدې په ډزو ووژل شوه او په همدې کال د دې شبکې دفتر ته نږدې د موټر بم چاودنې له امله ۷ تنه ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول.

په بغداد کې د العربیه مدير جواد خطاب په ۱۳۸۷ لمریز کال کې خپل موټر ته د ختلو پر مهال تر برید لاندې راغی، خو ژوندی پاتې شو.

له دې وړاندې هم د جواد خطاب په ګډون د دې شبکې یو شمېر نور خبریالان، برمته شوي وو.