پاریس، د ۱۳۹۳ کال د غویي ۱۰مه
د بې پولې خبریالانو بنسټ د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت د لومړي ځل لپاره د نړۍ د اطلاعرسونې ۱۰۰ اتلانو نوملړ خپور کړ. دغه سلو کسانو په بېساري زړورتیا، د بشري حقونو اعلامیې په نوولسم اصل کې د یادې شوې ازادي « د سرحدي ملاحضاتو پرته د ټولو ممکنو وسایلو څخه په کار اخیستنې د اطلاعاتو او افکارو په ترلاسه کولو او خپرولو» کې مرسته کړې. دغو سلو اتلانو خپل ارمانونه د عامه ګټو لپاره قرباني کړل، له همدې امله ارزښت لري چې بېلګه وګڼله شي.
د بې پولې خبریالانو سرمنشي کریستوف دولوار په دې اړه اعلان کړل: «د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ چې بنسټ یې بې پولې خبریالانو ایښی، باید د هغو خبریالانو او بلاک لیکونکو د زړورتیا د درناوي لپاره ولمانځل شي چې هره ورځ خپل امنیت، هوساینه او حتی ژوند د خپل باور لپاره قرباني کوي. د « اطلاعرسونې اتلان» د هغو ښځو او سړیو لپاره د الهام سرچينه ده چې د ازادۍ لپاره پر جګړې باور لري، د دوی د ارادې او دوی ته د ورته کسانو پرته د ازادۍ د پراخېدو په اړه حتا خبرې هم نشو کولای.»
د بې پولې خبریالانو دغه نوملړ طبعاً په نړۍ کې د اطلاع رسونې د ټولو اتلانو جامع نوملړ نه دی، بلکې د قدردانۍ لپاره یو نوملړ دی، نه یوازې د دې سلو پېژندل شوو یا نا پېژندل شوو شخصیتونو لپاره، بلکې د ټولو هغو مسلکي یا غیر مسلکي، خبریالانو لپاره چې هره ورځ نړۍ ته رڼا وربښي او حقیقت په ټولو ډولونو څرګندوي. دا نوښت د دې لپاره دی چې وښيي، د اطلاع رسونې د ازادۍ څخه دفاع د دې ډول مبارزو له قربانیانو څخه د ملاتړ او د هغوی مطرح کولو له لارې ترسره کېږي.
د اطلاعرسونې د ۱۰۰ اتلانو نوملړ د نړۍ له ۶۵ هېوادونو څخه د بېلابېلو عمرونو له ۲۵-۷۵ کلونو ښځې او نارینه رانغاړي. د دې نوملړ تر ټولو ځوان غړی د کامبوج هېواد «اودون تات» دی او تر ټولو مشر یې بیا د پاکستان «محمد ضیاءالدین» دی، له ایران، روسیه، چین، اریتره، ویتنام، آذربایجان او مکسیکو هېوادونو څخه چې د رسنیزو فعالانو لپاره د نړۍ تر ټولو لوی زندانونه بلل کېږي لږ تر لږه درې کسان دې معرفي شوي دي.
د اطلاع رسونې ۱۰۰ اتلانو په نوملړ کې بېلابېل شخصيتونه سره راټولو شوي دي، په مکسیکو کې یې د سیاستوالو او جنایي مافیا ترمنځ د اړیکو په اړه د یو ډېر لوستل شوي کتاب لیکوال انابل هرناندز او ترکي خبریال چې د خپلو راپورونو خپرولو له امله څه باندې شل ځله تر عدلي تعقیب لاندې راغلی، څخه نیولې تر حسن دواکوکی، چې له ۱۵ میاشتو راهیسې له دې امله چې مایکروفون یې شورشیانو ته ورکړی و، د بروندي په زندان کې بندی دی او د نړیوالو څېړنیزو خبریالانو د کنسرسیوم مشر، چې په نړۍ کې یې د څېړنیزې خبریالۍ په پراخولو کې مرسته کړې، شامل دي.
د دې اتلانو له ډلې څخه ځینې یې په نړیواله دموکراسي کې ژوند کوي،
ځیني له دې اتلانو د نړۍ د دموکراتیکو هېوادونو لکه: د NSA یا د امریکا د ملي امنیت ادارې د پراخې څارنې او مهار افشا کوونکي امریکايي اتباع ګلین ګرینوالد او لورا پواتراس، ځیني نور یې بیا د نړۍ له تر ټولو استبدادي رژیمونو لکه ایراني خبریاله ژیلا بني یعقوب، اوسېدونکي دي.
ټول دا کسان مسلکي خبریالان نه دي. د مثال په توګه، ویتنامی وبلاګلیکونکی لو نوک تهان، چې یو کاتولیک کشیش دی. همداراز، د ایټالیا خبریال لیریو آبات، یا د مالیزیا راډیو ویاند پیټر جون جابان، چې کلونه یې په لندن کې په جلاوطني کې تېر کړي، آذربایجاني تحقیقي خبریاله خدیجه اسماعیلاوف یا بلغاریایي خبریال آسن یوردانف، چې تل د مرګ له ګواښونو سره مخ وو، دې ټولو د دولتي فساد او سازمان شوي جرمونو پر ضد مبارزه خپل تخصص ګڼي، په دې نوملړ کې د مدني ټولنې یو شمېر فعالان هم شامل دي، لکه ماریا پیا ماتا، چې لس کاله یې د نړیوالو راډیوګانو له سازمان سره د یادو راډیو ګانو د بیان ازادۍ لپاره مبارزه کړې ده.
زړورتیا د دې ټولو شخصیتونو ګډه ځانګړنه ده، د ازبکستان چارواکو خبریال محمد بکژانف د اعتراف اخیستو لپاره شکنجه کړ. دی له ۱۵ کلونو راهیسې په بند کې دی او سره له دې چې په سِل ناروغۍ اخته دی، د درملنې حق ترې اخیستل شوی. په اریتره کې، چې د بې پولې خبریالانو بنسټ د رسنیو ازادي په نړیواله رده بندي کې اووم پرلهپسې کال دی چې تر ټولو وروستی مقام خپلوي، یو خبریال داویت اسحاق له ۱۳ کلونو راهیسې د استبدادي واکمن ایسایس افه ورکي تر امر لاندې په زندان کې دی.
په سوریه کې د بیان ازادي او مطبوعاتو د مرکز بنسټايښودونکی او د بې پولې خبریالانو د بنسټ د ۲۰۱۲ کال جایزې ګټونکی هاوان درويش، له دوو کلونو راهیسې په بند کې دی.
افغانستان
نجیبه ایوبي
نجیبه ایوبي یوه خبریاله، مېرمن او د ښځو د حقونو فعاله ده، هغه درې ځانګړتیاوې چې « د بازانو هېواد» کې کمزورتیاوې ګڼل کېږي، خو نوموړې د «کلید» رسنیز مؤسسې رئیسه ده، یو داسې شبکه چې له اتو راډیویي سټېشنونو او درې چاپي رسنیو، کلید اونیزې، مرسل اونیزې (چې ښځو او کورنیو ته ځانګړې شوې ده) او سپیده فرهنګي مجلې څخه جوړه ده. ایوبي هېڅکله اجازه نه ورکوي چې وډار شي، هغې هغه زورواک ته چې د ښځینه توب یې ورته کمزورتیا ګڼلې وه، د یوې خپرونې په خپرولو ځواب ورکړ چې ټاکل شوې وه د ځينې ګواښونو له امله خپره نه شي او کله چې دوه وسلهوال د هغې کور ته ورغلل او مور یې وډاروله، نو د نورو ګواښونو په څېر یې دلته هم پرته له وېرې غبرګون ښودلی وو. نجیبه ایوبي په ۲۰۱۳ کال کې د ښځو د نړیوالو رسنیو بنسټ د زړورتیا جایزې ګټونکې هم ده.
دانش کروخېل
د بشر حقونو دفاع، په حکومت او سیاسي څیرو کې د حساب ورکولو او د روڼتیا د روحیې ژوندي ساتل او په سیاسي او مدني ژوند کې ګډون ته د خلکو هڅونه د پژواک خبري اژانس درې اساسي ستنې دي چې لس کاله وړاندې د دانش کروخېل له لوري جوړ شو. دا خبري بنسټ په کابل کې یو مرکزي دفتر او په اته ولایتونو کې څانګې لري، چې هره ورځ په پښتو، دري او انګلیسي ژبو د دانش کروخېل تر مشرۍ لاندې لسګونه خبرونه خپروي. د پژواک هڅه دا ده چې د هېواد په کچه له خلکو سره کره او بېطرفه معلومات شریک کړي، د هېواد په کچه د پېښو په اړه. دا د افغانستان د خلکو د غږ پژواک دی چې دانش کړوخیل ژوندی ساتلی دی.
ایران
ژیلا بني یعقوب
ژیلا بني یعقوب خبریاله او د ایرانی ښځو د مرکز د وېبسایټ مدیره ده، محکومه شوې ده چې د ۲۰۴۰ کال تر پایه خبریالي ونه کړي او چوپه پاتې شي. هغه په ۱۳۹۰ لمریز کال کې، د تهران د انقلاب محکمې د یوې څانګې له لوري «د نظام پر ضد تبلیغاتو او ولسمشر ته سپکاوي» په تور پر یو کال بند او ۳۰ کلونو لپاره د خبریالي څخه په محرومېدو محکومه شوه. د بند دا سزا د ۱۳۹۱ د وږي له میاشتې څخه د ۱۳۹۲ د چنګاښ میاشتې پورې پلي شوه. ژیلا بنی یعقوب زندان ښه پېژني، هغې د ۱۳۸۸ د کب په اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځنې په یوه غونډه کې ونیول شوه او یوه اونۍ یې په مشهوره زندان اوین کې تېره کړه. هغه تجربه چې د یوه کتاب په بڼه یې لیکلې او چاپ کړې ده، خو یاد کتاب یوازې له هېواده بهر خپور شوی دی. ژیلا دا تحمیلي چوپتیا هم ښه پېژني، د خپل مسلکي ژوند کلونه یې له یوه بندېدونکې ورځپاڼې تر بلې بندېدونکې ورځ پاڼې تېر کړي دي. خو د هغې اندېښنه دا ده چې: «څو کسان په دې نړۍ کې زما کار، زما خلک، او زما هېواد پېژني...»
عدنان حسنپور
عدنان حسنپور د ایران تر ټولو پخوانی زنداني خبریال دی. هغه د بند شوې ورځپاڼې اسو د لیکوالانو له ډلې څخه دی، هغه په ۱۳۸۶ لمریز کال کې، د مریوان د انقلاب محکمې له لوري «د ملي امنیت پر ضد اقدام» او «جاسوسۍ» په تور محارب وباله او د اعدام حکم پرې صادر شو، چې دغه حکم د سترې محکمې له خوا هم تأیید شو، خو د غوره وکیلانو د هڅو او نړیوالو فشارونو په پایله کې، دا حکم په ۱۳۸۸ کال کې ۱۶ کلن بند ته را ټيټ شو. عدنان د سلواغې پر درېیمه، له ۷ کلن بند وروسته، له سنندج مرکزي زندان څخه زابل ته او بیا زاهدان زندان ته واستول شو او تر غویي میاشتې په تبعید کې و، څو بېرته مریوان ته ولېږدول شو.
سیامک قادری
۴ کاله بند او ۶۰ دُرې د دې خبریال قضایي سزا ده، چې په ۱۳۹۰ لمریز کال کې ورکړل شوه. یاد خبریال او وبلاک لیکونکي « د وبلاګ لیکنې له لارې د نظام پر وړاندې تبلیغ او د عامه ذهنونو مغشوشولو په موخه د دروغو د خپرولو» له امله له اتلس کلن کار وروسته له ایرنا خبري اژانس څخه و ایستل شو. هغه په خپل وبلاک «ایرنای ما» کې د ۱۳۸۸ کال د ټاکنو تر لانجو وروسته راپورونه خپاره کړي وو. یو بل تور پرې دا هم و، چې د ایران د همجنس بازانو د ژوند په اړه یې راپور خپور کړی و، د یادولو وړ ده چې احمدينژاد په ۱۳۸۶ کې د امریکا په کلمبیا پوهنتون کې په خپلو جنجال راپاروونکو خبرو کې اعلان کړی و چې په ایران کې همجنس بازان شتون نه لري.
سعید متینپور
سعید متینپور د «یارپاق» اونیزې خبریال، د اذربایجان له سیمهییزو ورځپاڼو سره همکار خبریال او له پخوانیو زنداني شوو خبریالانو څخه دی، نوموړی د چنګاښ په شلمه نېټه، د تهران د انقلاب محکمې ۱۵مې څانګې له خوا راوغوښتل شو او د اته کلن بند د سزا د تېرولو لپاره د اوین زندان ته واستول شو. د ۱۳۸۷ کال د غبرګولي په ۲۲مه اعلان وشو چې دا خبریال د همدې محکمې لهخوا «له بهرنیانو سره د اړیکو» په تور په اووه کاله بند او «د نظام پر ضد تبلیغ» په تور په یو کال تعزیري بند محکوم شوی دی، چې دا پرېکړه بیا د استېناف محکمې لهخوا هم تایید شوه.
سعید متینپور له دې وړاندې، د ۱۳۸۷ د غبرګولي په پنځمه هم نیول شوی و، چې د هماغه کال د کب په اتمه د ۵۰۰ میلیونه تومنه ضمانت په بدل کې له زندانه خوشې شو. له زندانه تر راوتلو وروسته، نوموړی له ګڼو ناروغیو کړېږي، چې د زندان د فشارونو له امله ورته پیدا شوي، لکه د ملا درد او د هضمي ستونزې، له دې ټولو سربېره نوموړی د درملنې او رخصتۍ له حقونو څخه هم بېبرخې دی. د عقیدوي بندیانو د شرایطو د ښهوالي لپاره د هغه ورځنۍ مبارزې، نوموړی په دې برخه کې په یوې مشهوري او پیژندل شوې څېرې بدل کړی دی.
تاجیکستان
نورالدین کارشیبوف
نورالدین کارشیبوف د اطلاع رسونې په برخه کې له ۶۰۰ څخه د ډېرو مقالو لیکوال دی. لکه څنګه چې خپله خوښوي، وايي چې له ماشومتوبه په خبریالۍ بوخت شوی دی. خپله لومړۍ مقاله یې د ښوونځي په کلونو کې د ماشومانو په یوه مجله کې خپره کړه. خو د هغه اصلي شهرت په ۱۹۹۹ کال کې د تاجیکستان د خپلواکو رسنیو د ملي اتحادیې د بنسټ ایښودو له امله دی او مشري یې هم پر غاړه لري.
کارشیبوف د فشار او ځپلو په وړاندې د خبریالانو یو نه ستړی کیدونکی مدافع، دموکراتیکو اصولو او حرفوي اخلاقو رعايتولو ته د رسنیو هڅوونکی او د دموکراسۍ او لا ډیرې ازادي پر لور د تاجیکستان د قوانینو بدلون او پرمختګ لپاره هڅه کوونکی دی. په داسې هېواد کې چې لا هم د کورنۍ جګړې له وېرې سره مخ دی او د واکمنۍ پر وړاندې بدلون ته چمتو نه دی، د تاجیکستان د خپلواکو رسنیو ملي اتحادیه د ازادې خبريالۍ یو پیاوړی ادرس دی او د دموکراتیکو او متنوعو ارزښتونو دودولو مرکز ګڼل کېږي.
دا ملي انجمن چې د هېواد په کچه درې سیمهییز دفترونه او درې عدلي څانګې لري په روزنیز ډول د بیان ازادۍ څخه سرغړونې څاري او د نظرونو د تبادلې او روزنیزو غونډو له لارې د خپلواکو خبریالانو ملاتړ کوي.

