ولې اسلام‌اباد د پاکستان د پوځ د استخباراتو د مشر له انځورونو ډک دی؟

ولې اسلام‌اباد د پاکستان د پوځ د استخباراتو د مشر له انځورونو ډک دی؟

۱۳۹۳ د غویي ۱۹

دا تبلیغات د ټاکنیز کمپاین پوسترونو ته ورته دي، خو پر دې پوسټرونو چاپ شوی انځور د پاکستان د پوځ د استخباراتو ادارې (ISI) د مشر جنرال ظهیرالاسلام دی.

سره له دې چې په نږدې راتلونکي کې په پاکستان کې ټاکنې نه‌ نشته، خو هغه پوسټرونه او لیکدړې چې په دې وروستیو اونیو کې د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ښار اصلي واټونو کې لګول شوي، د یوه سیاسي کمپاین بڼه لري.

دا پوسټرونه او لیکدړې د کوم ځانګړي ګوند یا سیاسي ډلې په ملاتړ تبليغات نه کوي، پرې لګول شوی انځور د کوم سیاستوال نه بلکې د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو د ادارې د مشر جنرال ظهیرالاسلام دی، چې تر څه مودې مخکې پورې پټ سازمان وو او مشران يې ډېری ناپېژندل شوي وو.

یو له هغو شعارونو څخه چې په پوسترونو او لیکدړو لیکل شوی دی په لاندې ډول دی:

«موږ د پاکستان له پوځ او استخباراتو سره مینه لرو او د دوی د بدنامولو هر ډول هڅې په کلکه غندو.»

که څه هم ممکن دا کار عجیبه ښکاره شي، خو داسې ښکاري چې دا پراخ تبلیغاتي کمپاین د پاکستان د «جنګي ډلې» په نوم ستر رسنیز شرکت د ادعاوو په غبرګون کې پیل شوی وي، دې رسنۍ ادعا کړې چې په یو مشهور ویاند یې د پوځ د استخباراتو د مامورینو له‌خوا برید شوی دی.

د دې نوموتي خبریال نوم حمید میر دی، چې د آپریل په ۱۹ په کراچۍ ښار کې د نامعلومه وسله‌والو د ډزو په پایله کې ژور ټپي شو او اوس په روغتون کې بستر دی.

له دې پېښې لنډه موده وروسته د یاد خبریال ورور امير میر چې هغه هم خبریال دی په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې ورور یې له مخکې له مخکې انديښنه څرګنده کړې وه چې ښایي د پاکستان پوځ د امنیت سازمان ځواکونو له خوا ووژل شي.

رسنیزه محاکمه

دا پېښه او هغه څه چې وروسته  پېښ شول په تېرو وختونو کې د ورته پېښو يادونه کوي.

هغه ډله چې په دې ورځو کې د لاریونونو او راټولېدنو له لارې د پاکستان پوځ مسلح ځواکونو او امنیت ادارې څخه ملاتړ کوي، په ټوله کې هغه کسان او ډلې دي چې د امریکایي کمانډویانو له لوري د اسامه بن لادن د پټنځای له کشف او د هغه د ښکار وروسته واټونو ته راوتلي وو او د مطرح شویو نیوکو پر وړاندې یې له یادو پیاوړي بنسټونو څخه دفاع کوله.

په پاکستان کې د اسامه بن لادن د پټنځای له کشف وروسته، په یوه پېښه کې امریکا د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستان پوځ یوه پوسته په نښه کړه، د پاکستان دولت د دې اقدام په غبرګون کې په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو تدارکاتي لاره وتړله، خو کله چې دولت پرېکړه وکړه چې یاده لار پرانیزي همدا ډلې وې چې واټونو ته راووتې او د پاکستان د یادې پرېکړې مخالفت یې وکړ.

په همدې حال کې جیو تلویزیوني شبکه چې د جګړې ډلې پورې تړلې ده او حمید میر یې ویاند یا د‌ خپرونو مخته وړونکی دی، مخکې هم څو ځلي د عامه ذهنیت په مغشوشولو او د رسنیزو محاکمو پر ترسره کولو تورنه شوې ده.

دغې شبکې په تېرو پنځو کلونو کې په تکراري ډول د پاکستان په پخوانی ولسمشر آصف علي زرداري او د خلکو په ګوند د مالي فساد تورنه لګول، حال دا چې هغوی د هېڅ قضایي ارګان له لوري نه محاکمه او محکوم شوي وو.

د «دوسیه جوړونې یا رسنیزې محاکمې» کړنلارې څخه ګټه اخیستنه په دې وروستیو کې دود شوې او تلویزیوني شبکې او سیالې رسنۍ د مخاطبینو او اعلاناتو جلبولو لپاره له دې لارې کار اخلي.

ورته مهال جیو نیوز شبکې هڅه کړې چې په خپلو خپرونو کې د پاکستان پوځ د اطلاعاتو اداره محکمه او یا محکومه کړي، پر وړاندې یې بیا ځینو سیالو تلویزیوني شبکو د مخاطبینو د جذب لپاره پر جیو نیوز شبکې تور پورې کړی چې د بهرنیو قوتونو د لاس په آلې بدله شوې ده.

تر هغې کچې پورې د پوځ د استخباراتو ادارې پورې تړاو لري، دا لومړی ځل نه دی چې په یاده ځواکمنه اداره پر خبریالانو د برید تور پورې کېږي. له ۲۰۰۶م کال راهیسې دغه اداره په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د خبریالانو په ځورونې، فشار راوړلو، تښتونې او حتا وژلو تورنه شوې ده.

په پاکستان کې هېڅ قانون یا مشخص بنسټ نشته چې د پوځ د استخباراتو د ادارې کړنې وڅاري. دغې ادارې د وخت په تېرېدو سره د هېواد د امنیتي چارو او حتی په دې تړاو ټولنیزو غبرګونونو او بحثونو بشپړ کنټرول، په خپل واک کې اخیستی دی.

د ډېری شننونکو په باور د سخت دریځه وسله‌والو ډلو او له هغوی سره تړلو سیاسي حلقو وده چې د اړتیا پر وخت په ټولنیزو برخو کې ځواک ښودنه کوي، د پوځ د استخباراتي ادارې د خپل‌سرو اقداماتو پایله ده.

د بشري حقونو فعالانو د حمید میر پر وړاندې د شوي برید په غبرګون کې لاریونونه وکړل

د ۱۹۹۰مې لسيزې په کلونو کې یاد امنیتي بنسټ ټول سیاسي بحثونه او د هېواد خبرونه چې په اردو ژبي ورځ پاڼو کې خپرېدل په خپل کنټرول کې درلودل او نن ویل کېږي چې هغوی غواړي همدا کنټرول پر تلویزیوني شبکو اعمال کړي.

د ګڼ شمېر مهمو تلویزیوني خپرونو چلوونکي په خپلو خصوصي خبرو کې اعتراف کوي چې د پوځ د استخباراتو چارواکي له بېلابېلو لارو د خپرونو د موضوعاتو په ټاکنه کې لاسوهنه کوي او د خپلو پخوانیو افسرانو یا اړوندو خبریالانو له لارې هڅه کوي مهم رسنیز مطالب کنټرول کړي.

درې‌ اړخیزه جګړه

په ۲۰۰۷ کال کې، کله چې پاکستاني قاضیانو د پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف له خوا د قضایي دستګاه مشر د لرې کولو پر ضد فشارونه راووستل، د پوځ د استخباراتي ادارې او د محافظه‌کارو برخو د قدرت نورو مرکزونو ترمنځ ژور واټن رامنځته شو.

له هماغه وخته دا تقابل د تلویزیون پر پردو هم راښکاره شو او ډېری خبریالانو د د‌ولت نظامي مشر پر ضد دریځ ونیو، له هماغه مهاله د رسنیو په ځانګړي ډول تلویزیوني خپرونو ځواک زیات شو او رسنیزو بنسټونو تل هڅه کړې چې په هغو مسائلو کې مداخله وکړي چې د پاکستان پوځ د امنیت ادارې په انحصار کې وې.

هغه خپرونه چې حمید میر یې کوربه و، د پاکستاني تلویزیون په سیاسي خپرونو کې یې تر ټولو ډېر لیدونکي درلودل. په دې خپرونو کې د پوځ د استخباراتو پر کړنو نیوکې کېدې او دا هم مطرح کېده چې پروېز مشرف باید د هېواد د منافعو پر ضد د خیانت له امله محاکمه شي، دا ښيي چې حمید میر د پوځ له نفوذ سره سخت مخالفت لري.

د پوځ د استخباراتو اداره د پروېز مشرف له محاکمې سره مخالفت لري، ځکه چې د هغه محاکمه به د پوځ د اعتبار او حیثیت لپاره ژور زیان ورسوي.

سره له دې، پاکستان د مشرف د محاکمې لپاره خپلې هڅې روانې ساتلې دي، د پاکستان پوځ اوسني مشر په دې وروستیو کې اعلان کړی چې: «موږ به په هر ډول د پوځ له حیثیته څخه دفاع وکړو.»

د حمید میر د وژنې هڅه په حقیقت کې د پوځیانو، رسنیو او سیاستوالو ترمنځ د درې اړخیزې جګړې نوی فصل دی.

لیکونکی: الیاس خان- بي بي سي