په پاکستان کې د امریکا غږ خبریال ووژل شو

په پاکستان کې د امریکا غږ خبریال ووژل شو

چهارشنبه، ۱۳۹۰ د مرغومې ۲۸مه

ځایي خبریال مکرم خان عاطف چې په پېښور کې یې له امریکا غږ راډیو سره کار کاوه، یاد ښار ته نږدې سیمه کې د وسله‌والو کسانو د برید له امله ووژل شو.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې مکرم خان د سه‌شنبې ماښام له جومات څخه د وتلو پر مهال د دوو ناپېژانده موټر‌سایکل‌ سپرو له خوا په ډزو وویشتل شو او سخت ټپي شو.

د ده ټپي شوی جسد د سیمه‌ییزو خلکو له خوا روغتون ته ولېږدول شو، خو د ژورو ټپونو له امله یې ساه ورکړه.

د دې برید مسؤولیت چې پکې د جومات امام هم ټپي شوی، پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستی.

ویل کېږي چې مکرم خان عاطف د امریکا غږ سربېره د دنیا په نوم یوې ځایي ټلوېزیوني شبکې سره هم همکاري لرله.

د یاد پاکستاني خبریال وژنې د رسنیزې ټولنې، چې له تېرو څو کلونو راهیسې د خبریالانو پر وړاندې له پرله‌پسې تاوتریخوالي سره مخ ده، وېرې او اندېښنې لا زیاتې کړې ده.

د پاکستان د قبایلي سیمو د خبریالانو ځایي ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو د یاد خبریال وژنه غندلې او له پاکستاني دولت څخه یې غوښتي، څو د دې خبریال قاتلین ونیسي او سزا ورکړي.

په دې اعلامیه کې په پاکستان کې د خبریالانو په امنیت هم اندېښنه څرګنده شوې ده.