په تاجیکستان کې یو نیول شوی خبریال د "منع شویو سازمانونو" په غړیتوب تورن شوی دی

په تاجیکستان کې یو نیول شوی خبریال د "منع شویو سازمانونو" په غړیتوب تورن شوی دی

۱۴۰۲ د وري ۱۸

یو تاجیک خبریال خورشید فاضلوف، شاؤخوا یوه میاشت وړاندې د تاجیکستان په شمال کې په خپل ټاتوبي پنجکینت ښار کې ونیول شو.

په تاجیکستان کې ۳۷ کلن خبریال خورشید فاضلوف د ممنوعه (منع شویو) سازمانونو د غړیتوب په تور تورن شوی دی. هغه شاؤخوا یوه میاشت وړاندې د امنیتي ځواکونو له لوري د تاجکستان په شمال کې په خپل ټاټوبي پنجکینت ښار کې نیول شوی دی.

د بي بي سي د راپور له مخې  د خورشید فاضلوف مدافع وکیل دل‌افروز صمدوا، په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې موکل یې دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې هغه یوازې «د هېواد د قوانینو او سیاستونو په چوکاټ کې» په خپلو مسلکي فعالیتونو بوخت وو.

د وکیل په وینا، هغه یې « اړ کړی، څو پر خپل ځان شهادت ورکړي او اعتراف وکړي.»

مېرمن صمدوا لیکلي چې موکل یې د «خپل‌سري نیولو، د مصؤنیت په پام کې نه نیولو او د خپل ځان پر وړاندې اجباري او دروغو اعتراف اخیستلو» په اړه د تاجیکستان د سغد ولایت څارنوالۍ ته شکایت کړی دی.

د تاجیکستان چارواکو تر اوسه د خورشید فاضلوف د قضیې او پرې د لګېدلو تورونو د جزئیاتو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

خو که محکمه دا تاجیک خبریال مجرم وپېژني، امکان لري چې له ۵ څخه تر ۸ کلونو بند سزا سره مخ شي.

د بشري حقونو لپاره نړیوال شراکت او د بشري حقونو لپاره د هلسینکي بنسټ په ګډون د خبریالانو د ملاتړ کمېټو او د خبریالانو د حقونو پنځه نورو نړیوالو ملاتړو سازمانونو د دغه خبریال د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

خورشید فاضلوف اتم خبریال دی چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې کې په تاجیکستان کې نیول کېږي.

تېر زېږدیز کال کې دلیر امامعلي، عبدالله غربتي، ذوقی‌بیک سعیداميني او عبدالستار پیرمحمدزاده هم د ورته تورونو له امله د دې هېواد د محکمو له خوا محاکمه او بنديان شوي دي. دغه خبریالانو لګول شوي تورونه رد کړي او شکایت یې کړی چې د بند پر مهال شکنجه شوي دي.