مجید سعیدي د World Press نړیواله جایزه وګټله

کابل، ۱۳۹۱ د سلواغې ۲۷مه

مجید سعیدي، د ګیتي اژانس انځور اخیستونکي، له افغانستان څخه د یوې انځوریزې ټولګې په مټ د ۲۰۱۳ کال د World Press Photo معتبره نړیواله جایزه وګټله.

دا ټولګه چې له ۱۲ انځورونو جوړه وه او د «ژوند په جګړه کې» تر سرلیک لاندې د معاصرو موضوعاتو په برخه کې نوماند شوې وه، د یادې سیالیو دویم مقام یې خپل کړ.

ورلډ پرس فوټو هغه نړیواله جایزه ده چې د انځور اخیستنې اسکار هم ورته ویل کېږي او دا د نړۍ تر ټولو معتبره خبري انځوراخیستونکي سیالۍ بلل کېږي.

د دې بنسټ د ۲۰۱۳ کال په سیالیو کې، له ۱۲۴ هېوادونو څخه ۵۶۶۶ انځور اخیستونکو، د ۱۰۳ زرو څخه د زیاتو انځورونو په وړاندې کولو سره د بیلابیلو جایزو لپاره نوماند شوي وو.

د World Press Photo له‌خوا خپاره شویو معلوماتو پر بنسټ، د دې بنسټ د کال جایزه پاول هنسن ته ورکړل شوې، چې د غزې په یوه اسرائيلي توغندیز برید کې د دوو وژل شویو فلسطیني ماشومانو د جسدونو انځور یې اخیستی و.

مجید سعیدي، نوموتی ایرانی انځوراخیستونکی دی چې له څلور کلونو راهیسې په افغانستان کې ژوند کوي. نوموړي له دې وړاندې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم دلته کار کړی او تر اوسه یې څو نړېوالې جایزې ګټلي دي.

نوموړي شاؤخوا اته میاشتې مخکې د رابرټ اف کندي نړېواله جایزه هم وګټله، چې دا جایزه د بشر حقونو او ټولنیز عدالت د تطبیق په برخه کې ورکول کېږي.

مجید تېر کال د لړم په میاشت کې د افغانستان د ماین قربانیانو د انځورونو له یوې ټولګې سره، د نیویارک په نړیوالو سیالیو کې «د کال نړېوال انځوراخیستونکي» لقب ترلاسه کړ. نوموړي له دې وړاندې د چین د ۲۰۱۱ کال د انځورونو په جشنواره کې د «ورځني ژوند» په برخه کې د سرو زرو مډال ګټلی و او همداراز د یونیسف لخوا د ۲۰۱۰ کال د کال انځور جایزه یې هم د افغانستان د انځورونو له امله ترلاسه کړې وه.

مجید سعیدي خپله مسلکي دنده په کال ۱۳۶۹ د ایران په شمال کې د رودبار له سختې زلزلې څخه په انځور اخیستلو پیل کړه او له هغې راهیسي تر دا دمه له ګڼو رسنیو سره یې په ایران کې او هم په نړېواله کچه کار کړی دی.

نوموړی د ایران د ۱۳۸۸ کال د چنګاښ میاشتې د ولسمشرۍ له لانجمنو ټاکنو وروسته، د خبریالانو او انځور اخیستونکو د نیولو پر مهال له هغوی سره یو ځای ونیول شو او د تهران د انقلاب محکمې له خوا په درې کلونو بند محکوم شو. خو څه موده وروسته د ضمانت په بدل خوشې شو.

د بنده له خلاصون وروسته د امریکايي ګیتي خبري اژانس د انځور اخیستونکي په توګه افغانستان ته راغی او له هغه راهیسې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې کار کوي.