د ۱۹ خبریالانو د وژنې قضیو ته د رسېدو په برخه کې د روسیې ژمنه

د ۱۹ خبریالانو د وژنې قضیو ته د رسېدو په برخه کې د روسیې ژمنه

کابل، جمعه، د ۱۳۸۹ کال د تلې ۹مه

د روسیې دولت د څېړنو عالي کمیټې مسؤولینو د ۱۹ خبریالانو او رسنیزو فعالانو د وژنې قضیو ته د رسېدنې په برخه د یاد هېواد د ژمنې خبر ورکړی.

تېره اوونۍ، د خبریالانو د دفاع نړېوالې کمیټې (CPJ) یو پلاوی مسکو ته د سفر پر مهال د دې ادارې له چارواکو سره وکتل او له هغوی یې وغوښتل چې یادو قضیو ته جدي پاملرنه وشي.

د روسیې د دولتي څېړنو د کمیټې مشر الکساندر بسترېکین ویلي، دغو قضیو څېړنه د دوی د کارکوونکو مسلکي توب ښایې او هغوی په ویاړ سره د خبریالانو د وژنې قضيې ته رسېدنه کوي.

یاده کمیټه چې د روسیې په کچه د سترو جرمونو د څېړنې مسؤلیت لري، تازه پراخ صلاحیتونه ترلاسه کړي دي او له مخې به یې خپل کاري راپورونه به مستقیم د روسیې ولسمشر، دیمیتري مدودوف ته وړاندې کوي.

تر دې وړاندې، دا کمیټه مکلفه وه چې خپل راپورونه د فدرالي محکمې ادارې ته وسپاري.

د خبریالانو د دفاع نړېوالې کمیټې د استازي پلاوي مشره کتي مارتون وایي، له روسي څېړنیزې کمیټې سره لیدنه هیله‌بښونکي وه او دغه کمېټې په یو شمېر قضیو کې له پرمختګونو خبر ورکړی دی.

خو هغې ټینګار وکړ چې تر هغو به قانع نه شي، څو د خبریالانو د وژنې قضیو تعقیب، قانوني پروسه او د عاملینو سزا یقیني نه شي.

د خبریالانو د دفاع نړېوالې کمېټې د معلوماتو له مخې، له ۱۳۷۹ هجري لمریز کال راهیسې تر دا دمه په روسیه کې ۱۹ خبریالان وژل شوي دي.

روسیه اوس مهال د هغو هېوادونو په کتار کې اووم مقام لري، چې په کې خبریالان په دوامداره توګه وژل کېږي، خو حکومت یې د دغو قضیو د حل په برخه کې پاتې راغلی دی.