۱۳۸۹، د میزان ۲۲مه
له ایتیوپیا، روسیې، وینزویلا او ایران څخه څلور خبریالان، لیکوالان او مسؤول اېډېټوران به د خبریالانو د دفاع نړې
یوالې کمېټې (CPJ) له خوا د ۲۰۱۰ کال د رسنیو ازادي نړېواله جایزه ترلاسه کړي.
د خبریالانو د دفاع نړیوالې کمېټې( cjp) پرېکړه کړې چې سږنۍ جایزې به په ځانګړو مراسمو کې د ۲۰۱۰ کال د نوامبر پر ۲۳مه په نیویارک ښار کې «داویت کبده» له ایتوپیا، «نادیرا عیسییوا» له روسیې، «لارینو مارکېز» له وینزویلا او «محمد داوري» له ایران څخه ورکړي.
د د خبریالانو د دفاع نړیوالې کمېټې اجرائیوي مشر جویل سیمون وايي، د سږ کال جایزو اخیستونکو خبریالانو تاوتریخوالی، ګواښونه، زندان او حتی شکنجې زغملي دي، خو خپل مسلکي کار ته یې دوام ورکړی دی.
د نوموړي په وینا، چې دغه خبریالانو د خپلو هېوادونو په مدني ژوند کې مهم رول لوبولی، فساد یې افشا کړی، د فساد پر وړاندې یې غږ پورته کړی او د چارواکو کړنې یې د انتقاد په ژبه بیان کړې دي.
د د خبریالانو د دفاع نړیوالې کمیټې ویلې دي، چې دغه خبریالان د درناوي وړ بولي او د هغوی له خپلواکې او زړورې رسنیزې مبارزې به ملاتړ کوي.
د ایتیوپیا ۳۰ کلن داویت کبده، له هغو لومړنیو خبریالانو څخه دی چې د ۲۰۰۵ کال د ټاکنو له تاوتریخوالي د خپلواکو راپورونو چمتوکولو له امله بندي شو، خو دوه کاله وړاندې د ایتوپيا ولسمشر په عفوې سره خوشې شو.
د روسیې (۳۱ کلنه) نادیرا عیسییوا، د داغستان خپلواکه جمهوریت په جنوبي سیمه کې د «چرنویک» ورځپاڼې مسؤله اېډیټره ده او هغې د امنیتي او استخباراتي ځواکونو په تاوتریخوالي، د چریکي ډلې له مشر سره د مرکې او د جمهوریت چارواکو د فساد او روسیې د لاسپوڅۍ د تورنولو له امله تر څار لاندې ونیول شوه، سیمهییز حکومت پرې د تروریزم ضد قانون له مخې قضیه پرانیستله او که مجرمه وپېژندل شي، نو لږ تر لږه په اتو کلونو بند به محکومه شي.
۴۷ کلن لارینو مارکېز په کارکاس ونزئولا کې په «تال کوآل» مجله کې د یو مطلب په لیکلو سره چې د دولت له خوا «د دموکراسۍ سپکاوی او د طنز تر پوښ لاندې توطئه» ګڼل شوې وه، متهم شوی و.
مارکز په هغه لیک کې چې د «تال کوآد» ورځپاڼې له لارې خپور شوی و، د وینزویلا د ولسمشر هوګو چاوز نهه کلنه لور یې دې ته رابللې وه چې پر خپل پلار اغېز وکړي، څو له خپلو سیاسي مخالفانو سره مهربان چلند وکړي.
۳۶ کلن محمد داوري د ایران د «سهام نیوز» خبرپاڼې مسؤول اېډیټر، د تهران په سوېلي خوا کې د کهریزک په زندان کې له بندیانو سره د بد چلند افشا کولو له امله زنداني شوی. هغه په پنځو کلونو بند محکوم شوی او له تېرو اتو میاشتو راهیسې له کورنۍ سره د اړیکو نیولو اجازه نه لري.
د خبریالانو د دفاع نړیوالې کمېټې پرېکړه کړې چې له دې څلورو خبریالانو سربېره، د «برټن بنجامین» جایزه د رسنیو د خپلواکه کېدو او له بشري حقونو څخه د ملاتړ په برخه کې د پرانیستې ټولنې رئیس «آریه نایر» هڅو ته په درناوي هغې ته ورکړې.
نوموړي د نیویارک ټایمز، فورین پالیسي او نورو مجلو لپاره لیکوال پاتې شوی دی.
همداراز یادې کمیټې د ۲۰۰۹ کال جایزه سریلانکایې خبریال جی، اس، تیسینایاګام ته ورکړي. دې خبریال تېر کال د دې لپاره چې په بند کې و نه و توانېدلی چې جایزه ترلاسه کړي.
دا شلم کال دی چې د خبریالانو د دفاع نړیوالې کمېټې له خوا دغه جاېزې وېشل کېږي.

