کابل، ۱۳۹۰ د ليندۍ ۸مه
د امریکا غږ د فارسي څانګې خبریالې مهتاب فرید، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لهخوا د «د ماموریت پر مهال خدمت» جایزه ترلاسه کړه.
یاده جایزه د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال پاتریک کندي لهخوا د روانې اوونۍ سهشنبې په ورځ په واشنګټن ښار کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې نوموړې ته ورکړل شوه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د هیلري کلنټن په لاسلیک صادر شوي ستاینلیک په یوه برخه کې، راغلي:
«د دایمي خطرونه او سختو شرایطو سره سره، د افغانستان په بیا رغونه، ثبات او سولې کې ستاسو مرسته تاسو او د بهرنیو چارو وزارت لپاره ځانګړی اعتبار لري.»
مهتاب فرید چې ۱۴ میاشتې یې په افغانستان کې د عامه دیپلوماسۍ د مامورې په توګه دنده ترسره کړې، د پارلماني ټاکنو په دویم پړاو کې یې د خبریالانو د روزنې او د رسنیو د ظرفیت لوړولو څو مهمو پروګرامونو رهبري په غاړه درلوده.
د هغې د فعالیتونو په ترڅ کې په ختيځو ولايتونو کې له ۱۰۰ څخه ډېرو خبریالان او د ټاکنو څارونکي، په ځانګړي ډول ښځې، د خبریالۍ په بېلابېلو دورو کې ګډون کړی او روزنه یې ترلاسه کړې ده.
یاده خبریاله چې د ایراني الاصله امریکايي ده، د روان میلادي کال په پیل کې یې هم د افغانستان د رسنیو د ظرفیت لوړولو او عامه دیپلوماسۍ د پرمخ وړلو له امله د امریکا د سفارت لهخوا په کابل کې د «افتخار شایان» جایزه ترلاسه کړه.
میرمن فرید چې د ایران او عراق د جګړې پر مهال په ۶۰مه لسیزه کې امریکا ته کډواله شوې وه، په واشنګټن کې یې د ایران او امریکا یو رسنیز بنسټ جوړ کړ او له ۸ کلونو وروسته بیا د امریکا غږ رسنۍ سره یو ځای کار پیل کړی دی.

