کابل، پنج شنبه، ۱۳۸۹ د ليندۍ ۱۱مه
کویټي خبریال او لیکوال محمد عبدالقادر الجاسم، د دې هېواد د جنایي جرایمو ځانګړې محکمې لهخوا د یو کال بند سزا په زغملو محکوم شوی دی.
الجاسم د «المیزان» په نوم خپل شخصي وبلاګ کې د یوې مقالې د لیکلو او خپرولو له امله محکوم شوی دی.
د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۰مه، د استیناف محکمې د لیندۍ تر ۲۴ « د محکمې نهايي پرېکړې تر صادرېدو» پورې د نوموړي د ازادۍ لپاره د ښاغلي الجاسم د وکیلانو غوښتنه رد کړه.
د کویټ دولت په تېرو ۱۲ میاشتو کې پر دې خبریال د رژیم پر ضد د خلکو هڅونه»، « د کویت د امیر شخصیت ته سپکاوی» او « د کویټ د ټولنیزو بنسټونو د بېاعتباره کولو هڅې» تورونه پورې کړي دي.
الجاسم په خپل وبلاګ کې د کویټ پر لومړي وزیر شیخ ناصر محمد الاحمد الصباح، نیوکه کړې وه، چې ولې یې د ایران استخباراتو/ د ایران اطلاعاتو مأمورینو ته د کویټ په سیاسي چارو کې د مداخلې اجازه ورکړې.
نوموړی د روان کال په غویي میاشت کې ونیول شو او څو اوونۍ یې په یوه غیر رسمي بندخونه کې تېرې کړل، چې وروسته بیا د ضمانت په بدل کې خوشې شو.
ښاغلي الجاسم په خپله مقاله کې لیکلي، چې پوهېږي دا لیکنه ښايي د ده د مجازاتو لامل شي.
«زه د دې مقالې خطر درک کوم او دا چې شیخ ناصر به تر خپلې وسې زما پر وړاندې هر څه وکړي، خو ما دا کار وکړ، ځکه چې د خپل هېواد ګټې او عزت زما لپاره تر خپل ژوند ډېر ارزښت لري.»
که څه هم د کویټ د اساسي قانون او رسنیو قانون په دې هېواد کې د رسنیو ازادي تضمین کړې، خو د دې هېواد امیر له هر ډول نیوکې څخه خوندي ګڼل کېږي.

