چهارشنبه، ۱۳۹۲ د غویي ۱۸مه
د بي بي سي فارسي تلویزیون خبریال طاهر قادري د روان کال رسنیزې نړۍ نړیوالو جایزو کې د خپل نوښتګر او توپیر لرونکي لیدلوري له امله د د ون ورلد میډیا (One World Media Awards) د «نوې غږ» جایزه ترلاسه کړه.
د یادو جایزو د وېش په مراسمو کې چې د سه شنبه په شپه په لندن ښار کې ترسره شول، د بي بي سي نړیوالو او کورنیو برخو هم څلور جایزې وګټلې.
د ون ورلد میډیا جایزې، چې په بریتانیا کې د «رسنیو اسکار» په نوم مشهوره ده، سږ کال یې د جایزو د ورکړې پنځویشتمه کالیزه د بریتانیا ۴ تلویزیوني شبکې مخته وړونکی جان سنو په کوربه توب ولمانځله.
د بي بي سي، سي ان ان (CNN)، د بریتانیا د ۴ تلویزیوني شبکې(channel 4)، الجزیرې شبکې، د استرالیا سي بي اس تلويزيوني شبکې(CBS)، (ITN) شبکې او د مشهورو ورځپاڼو لکه ګارډین (The Guardian) او آبزرور (The Observer) نړیوالو رسنیو څخه له ۳۳ زیاتو خبریالانو په ۱۱ بېلابېلو برخو کې له یوبل سره سیالۍ وکړه.
په «نوې غږ» رسنیزه برخه کې، درې خبریالان وروستي پړاو ته رسیدلي وو، طاهر قادري له بي بي سي فارسي، جسیکا تاچر له ګارډین او هالیور انگلیهارد له الجزیرې څخه چې له ډلې یې، د غواړي پلاوي په ژور او بېساري لید د افغانستان راپورونو وړاندې کولو له امله، یاده جایزه طاهر قادري ته ورکړه.
د بریتانیا د ۴ تلویزیوني شبکې د مستندونو برخې مسؤل او د غواړي پلاوي غړي جاب ربکين، د قادري د بریا لامل په اړه وویل: « موږ د طاهر د کارونو ټولګې ته حیرانه شوو، طاهر په خپلو فلمونو کې افغانستان ته په یو بېساری او تازه لید کتلي، هغه څه چې موږ یې په نړیوالو رسنیو کې ډېر لږ وینو.»
طاهر قادري د دې جایزې د ترلاسه کولو پر مهال چې په ژوندۍ بڼه خپرېدل وویل: « خوښ یم چې دلته د غوره نړیوالو خبریالانو په شتون کې زما د رسنیزو کارونو قدرداني کېږي، هیله لرم چې خپل مسلکي کار ته دوام ورکړم او د خپل ولس لپاره یو نوی غږ و اوسم.»
په نورو برخو کې، د غوره راډیويي خپرونو جایزه د بي بي سي نړیوالې برخې، د غوره تلویزیوني خپرونې جایزه د بریتانیا ۴ تلویزیوني شبکې، خبري جایزه د ITN شبکې، د مطبوعاتو جایزه د ګارډین مجلې او د کال د خبریال جایزه د بي بي سي د «نیوز نایت» خبریال سو لوید رابرتز ته ورکړل شوه.
«له کابل څخ تر لندنه له شکسپیر سره» په نوم د بي بي سي فارسي مستند، چې طاهر قادري چمتو کړی و، د تېر کال په ليندۍ میاشت کې یې د ایټالیا په ونیز ښار کې د یوتلست نړیوالو جایزو تر ټولو غوره خپرونې جایزه وګټله.
سرچینه: بي بي سي

