کابل – ۱۳۹۱ د غبرګولی ۳۱
په افغانستان کې د ګتي اژانس انځوراخیستونکي، مجید سعیدي د بشري حقونو او ټولنیز عدالت په برخه کې د رابرت اف کندي نړیواله جایزه وګټله.
دغه جایزه د سهشنبې په شپه د ایټالیا په فلورانس ښار کې، په ځانګړو مراسمو کې مجید سعیدي ته ورکړل شوه.
د رابرت اف کندي جایزه له ۱۳۸۹ هـ.ل کال راهیسې، هر کال د مطبوعاتو له نړېوالې ورځې سره هممهاله، د بشري حقونو او ټولنیز عدالت په برخه کې یو زړور، فعال او خلاق خبریال یا انځوراخیستونکي ته ورکول کېږي.
دا جایزه رابرت اف کندي مؤسسې لهخوا ورکول کېږي، یادې مؤسسې په ۱۳۴۷ هـل کال کې، وروسته له هغه تأسیس شوه چې د امریکا د پخواني ولسمشر د ترور انځور نړېوال غبرګونونه راوپارول، دا موسسه د نوموړي مشر زوی لخوا د بشري حقونو، ټولنیز عدالت او د فردي مسؤولیت د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ده.
مجید سعیدي خپله مسلکي لاره په ۱۳۶۹ هـل کال کې د ایران په شمال کې د رودبار د سختې زلزلې له انځوراخیستلو سره پیل کړه او له هغه وروسته یې له ګڼو ملي او نړیوالو رسنیو سره کار کړی دی.
په ۱۳۸۸ هـل کال کې کله چې د ایران د ولسمشرۍ لانجمنې ټاکنې ترسره شوې، نوموړی هم د ګڼو نورو خبریالانو او انځورګرو سره یوځای ونیول شو او د تهران د انقلاب محکمې لخوا په درې کاله بند محکوم شو، خو موده وروسته د ضمانت په بدل کې آزاد شو.
سعیدي له زندانه د خلاصون وروسته د ګتي انځوریز اژانس د انځور اخیستونکي په توګه افغانستان ته راغی او له هغې راهیسې، تر دا دمه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې کار کوي.
هغه تېر کال د لړم په میاشت کې، د ماین قربانیانو انځورونو له یوې ټولګې په لرلو سره د نیویارک په نړېوالو سیالیو کې د «کال نړېوال انځوراخیستونکي» لقب وګاټه. تر دې وړاندې یې د چین د ۲۰۱۱ د انځوراخیستنې جشنواره کې د «ورځني ژوند» په برخه کې د سرو زرو مډال او د یونیسف لخوا د ۲۰۱۰ کال د کال انځور جایزه هم تر لاسه کړې وه.

