۱۴۰۲ د تلې ۲۱
د « ترو استوري ( ریښتینی کیسې)» ( True Story Foundation) بنسټ د برن خبریالۍ جشنوارې ( Reportagen Festival Bern) په همکارۍ د یاد هېواد په برم ښمار کې د « ريښتينې کیسې» په نوم ډ خبریالۍ یو نړیواله سیالۍ جوړوي.
خبریالان کولای شي د فارسي په ګډون په ۱۰ ژبو کې خپلې مقالې یادې نړیوالې سیالۍ ته واستوي.
په یاده سیالۍ کې د کډون شرایط:
د مقالې اوږدوالی باید د فاصلي په شمېر له ۱۵۰۰۰ څخه تر ۸۵۰۰۰ حروفو پورې وي.
دوهم چاپ، د کتاب متن او يا لیکي نسخه د منلو وړ نه ده.
غږيز او وېډیویي راپور د منلو وړ نه دی.
تحلیلي یا فکري لیکنه، بيوګرافي او علمي - تاریخي لیکنې د منلو وړ نه دي.
لیکنې کېدلای شي د لیکوالانو يا اصلاح کوونکو له لوري واستول شي.
د ليکنې له لېږو سره به لیکوالانو جوتوي چې لیکنه یې د اړوند پېښې په اړه د څېړنې پایله ده او له خبري معیارونو سره برابره ده.
د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه: یکشنبه د ۲۰۲۳ کال د نوامبر ۵ نېټه د مرکزي اروپا په وقت د غرمې ۱۲ بجې
لیکوالان د نوماند کېدو په صورت کې د سيالۍ جوړونکو ته دا حق ورکوي چې لیکنې د www.truestoryaward.org لپاره په انګلیسي او د یادې جشنوارې خپرنۍ لپاره په آلماني ژبه وژباړل شي او خپرې شي.
د غوښتنلیک سپارلو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.
Condition - Apply - True Story Award

