۱۴۰۲ د غویي ۳۰
هغه خبریالان چې عمر یې له ۳۰ کلونو کم وي، کولای شي د خبري رسنیو نړیوالې ټولنې ( International News Media Association (INMA) ) له لوري جوړو شویو سیالیو کې ګډون وکړي.
یاد خبریالان باید په خپلو لومړنیو کارونو کې لاسته راوړني ولري یا د نفوذ او اغيز وړتیا ولري او یا هم د نوښت، مدیریتي وړتیا، سوداګریزې ځیرکتیا، د خبري تولیداتو جوړولو او په خبري رسنیو کې د مدیریت د استعداد ځانګړتیاوې ولري.
د یادې سيالۍ کډون وال د ویاړ دیپلم د ترلاسه کولو ترڅنګ کولای شي چې په وړیا توګه د نړیوالو خبري رسنیو ټولنې په دوه زده کړیزو دورو کې کډون وکړي او د یادې ټولنې ۱۲ میاشتنی وړیا غړیتوب ترلاسه کړي.
د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه: ۱۴۰۲ د چنګاښ ۲۴ - ۲۰۲۳ د جولای ۱۵
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ. نور

