مستند جوړونکي کولای شي د خپلو اثارو په چمتو کولو کې د مالي مرستې د ترلاسه کولو لپاره په یوه سیالۍ کې ګډون وکړي.
د پوما د خلاقیت د اسانتیا جایزه (The Puma Creative Catalyst Award) د مستند فلمونو بنسټ د بریتانیا ۴ شبکې له لوري ورکول کېږي.
د دې نړیواله سیالۍ درې تنه ګډونوال به تر ۵ زره یورو (۶۳۲۰ ډالرو) پورې جایزه ترلاسه کړي.
دغه اندازه مرسته د مستند فلم د جوړونې د لومړنیو پړاوونو د پیل لپاره ورکول کېږي.
د غوښتنلیک د سپارلو او د مستند فلم د طرحې بشپړولو وروستۍ نېټه د ۲۰۱۲ کال د فبرورۍ ۲۷مه ده.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.

