د « کال خبریال جایزې» د ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیک وسپارئ

د « کال خبریال جایزې» د ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیک وسپارئ

د افغانستان د خبریالانو مرکز په پام کې لري چې د خبریال ورځې په مناسبت د درېیم کال لپاره د یوې رقابتي سیالۍ په ترڅ کې د کال خبریال غوره کړي.

په شرایطو برابر کسان

هغه خبریالان، انځوراخیستونکي او سموونکي ( ایډیټوران)، چې باور لري په روان کال کې یې د خبریالۍ په برخه کې څرګندې لاسته راوړنې لرلي، کولای شي نوم لیکنه وکړي. یادې لاسته راوړنې کېدای شي:

  • څېړنیز راپورونه چې د ستونزو د حل لپاره یې د مسؤلینو غبرګون او بدلون راوستی وي.
  • نوښتګرې رسنیزې هڅې چې د رسنیو او خبررسونې په بهیر کې د ښه‌والي لامل شوې وي.
  • د هغو وضعیتونو په اړه راپورونه چې عموماً د رسنیو له سترګو پټ پاتې کېږي.
  • د بشري حقونو، د ښځو او ماشومانو د حقونو اړوند ځانګړي او اصیل راپورونه یا رسنیز فعالیتونه.
  • له افغانستان څخه داسې نوښتګر راپورونه چې د نورو، په ځانګړي ډول نړیوالو رسنیو پام یې ځانته را اړولی وي او پر بنسټ یې راپورونه یا خبرونه جوړ شوي وي.

د نوم لیکنې شرایط

په کورنۍ او یا نړیواله رسنۍ کې کاري تجربه.

راپور، لیکنه او یا انځور چې دې سیالۍ ته استول کېږي باید د افغانستان په اړه وي.

راپور، لیکنه او یا انځور باید د ۱۳۹۴ کال په اوږدو کې په کورنۍ یا نړیواله رسنۍ کې خپور شوی وي.

د یادې سیالۍ ګډونوال باید د افغانستان پېژند پاڼه ولري.

د غوښتنلیک د وړاندې کولو څرنګوالی

هره رسنۍ کولای شي یو کس د دې برنامې لپاره نوماند کړي، او یا خپله غوښتونکی کولای شي په مستقیم ډول خپل غوښتنلیک وړاندې کړي.

غږیز او یا انځوریز راپورونه د متن له لیکي بڼې سره، لیکلي راپورونه او یا د انځورونو سافټ دې، له لینک سره یوځای لاندې پتې ته ولېږل شي:

این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید

جایزه

د «د افغانستان د کال خبریال» نښان او ۱۵۰۰ ډالره نقدي جایزه.

«د افغانستان د کال خبریال» به د خبریال د ورځې (د حوت ۲۷مه) په مناسبت، د لوړپوړو دولتي چارواکو او د رسنیز ټولنې د استازو په شتون کې د یوې سترې غونډې په ترڅ کې، معرفي او وستایل شي.

د غوښتنليک سپارلو وروستۍ نېټه: د کب ۱۳مه د شپې ۱۲ بجې