هغه خبریالان چې د ګرځندوی په برخه کې فعالیت لري، کولای شي خپل غوره اثار د شمالي امریکا د ګرځندوی خبریالانو د ټولنې ځانګړې جایزې د ترلاسه کولو لپاره وړاندې کړي.
د اثارو د لېږلو وروستۍ نېټه: ۲۰۱۰ د اکتوبر ۳۱.
خبریالان، سمونکي (ایډیټوران)، رسنۍ او خپرندویان کولای شي هغه خپاره شوي اثار وړاندې کړي چې د ۲۰۰۹ د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۱۰ د سپتمبر تر ۳۰ پورې خپاره شوي وي.
الاسکا ته وړیا سفرونه، د امریکا د ګرېنډ کنیون ملي پارک ته، یا ګریلند ته، د هغو امتیازاتو له ډلې څخه دي چې د پنځو غوره نوماندانو لپاره په پام کې نیول شوي دي.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.

