هغه خبریالان چې نړیوالو پیښو ته پوښښ ورکوي، کولای شي د روري پک نړیوالې جایزې لپاره، چې د سوني شرکت لخوا ملاتړ کېږي، غوښتنلیک وسپاري.
د روري پک بنسټ په ۱۹۹۵ میلادي کال کې، دوه کاله وروسته له هغې چې په همدې نامه انځور اخیستونکی په مسکو کې ووژل شو تأسیس شو، له هغه وخت راهیسې، یاد بنسټ د ښځینه او نارینه انځوراخیستونکو د ستایلو په موخه جایزې ورکوي.
یاده جایزه کې، دوه جايزې د خبر او راپور ورکونې په برخه کې او دوه جايزې د سوني د مسلکي اغېزمنتیا او د یوې مهمې خبري پېښې د انعکاس په برخه کې، شاملې دي.
د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه: ۲۰۱۲ د جولای ۱
د دې سیالۍ لپاره ټول رالېږل شوي اثار باید د ۲۰۱۱ کال د جولای لومړۍ څخه د ۲۰۱۲ کال د مې تر ۳۱مې پورې خپاره شوي وي.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.

