د خبریالۍ اخلاقو نړیواله سیالۍ کې د ګډون بلنه

د مسلکي اخلاقو موضوع ته لیواله خبریالان کولای شي په یوه ویدیو سیالۍ کې برخه واخلي.
د رسنیو د اخلاقو نړیوال مرکز له لیواله کسانو غوښتی چې د رسنیو د سانسور، په خبر رسونه کې ځیرتیا، حقیقت ویلو، له تهمت څخه د ډډه کولو او د خلکو د خصوصي حریم د درناوي په اړه خپل یوه دقیقه ییز لنډ فلمونه یاده سیالۍ کې د کډون لپاره واستوي.
د رسنیو د اخلاقو نړیوال مرکز یوه خصوصي غیرانتفاعي اداره ده چې د نړۍ په کچه د خبریالۍ د اخلاقو وضعیت د څېړلو په موخه د خبریالانو د شبکې د جوړولو لپاره جوړه شوې ده.
وروستۍ نېټه: ۲۰۱۱/۸/۲۱
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.