د واشنګټن د اسمیتسونین مجلې د انځور اخیستنې په سیالۍ کې د کډون لپاره بلنه

مطبوعاتي انځوراخیستونکي کولای شي د امریکا په واشنګټن ښار کې د اسمیتسونین مجلې له خوا د انځور اخیستنې نړیواله سیالۍ کې ګډون وکړي.

دا سیالي په پنځو برخو؛ اېډیت شوي انځورونه، امریکا، طبیعت، خلک او سفر ترسره کېږي‌.

د سیالۍ غوراوي پلاوی د را رسېدلو انځورونو څخه ۵۰ غوره انځورونه ټاکي او د مجلې په ویب‌پاڼه کې یې خپروي څو څارونکي د خپلې خوښې انځورونو ته رایه ورکړي.

د سیالۍ ګټونکی به د اسمیتسونین موسسې یوه سیاحتي سفر ته واستول شي چې ارزښت یې درې زره ډالره دی او د هرې برخې نقدي جایزه ۵۰۰ ډالره ده.

د انځورونو استولو وروستۍ نېټه: د نومبر ۳۰مه

د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.