هغه جګړهییز خبریالان چې د دموکراسۍ او ازادۍ د ترلاسه کولو په برخه کې یې د خلکو هڅې یې روایت کړي، کولای شي د «بایو کالوادو» جایزې لپاره نوم لیکنه وکړي.
د چاپي، انلاین، راډیويي او تلویزیوني رسنیو خبریالان، خبري انځور اخیستونکي او مستند جوړونکي کولای شي په دې نړیواله سیالۍ کې ګډون وکړي.
راالیږل شوي اثار باید د ۲۰۱۱ کال د جولای له ۳۱مې د ۲۰۱۲ د مې تر ۳۱مې نېټې پورې خپاره شوي وي.
د دې نړیوالې سیالۍ د هرې برخې ګټونکي ته به لس زره ډالره جایزه ورکړل شي.
د ګډون لپاره وروستۍ نېټه د جولای ۸مه ده.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.

