۱۳۹۴ د لیندۍ ۲
له افغانستان څخه د انځورونو لپاره ملي سيالي
نن سبا د افغانستان خلک تر هر بل وخت ډېر انځورونه اخلي او ميليونونه کسان دغه انځورونه انلاين او په خپلو پېغامونو کې شريکوي. ډېری انځورونه د هېواد له طبيعي او کلتوري ميراثونو له ښکلاوو څخه دي. خو زموږ انځورونه زموږ د کلتور په اړه څه وايي؟ موږ څنګه کولای شو د خپلو موبايلونو او کامرو څخه د هغه افغانستان انځورولو لپاره ګټه واخلو، چې پرې وياړو؟
افغانستان ډېری وخت د جګړو له امله پېژندل شوی، خو افغانان پوهېږي چې دا ټوله کيسه نه ده. افغانستان د مقاومت هيواد هم دی، هغه ځای چې په هغه کې د نړۍ ځیني لرغوني کلتوري دودونو سره يو ځای شوی او طبيعت یې فوق العاده او بېلابېلې ښکلاوې لري. افغانستان داسې خاوره ده، چې ښکلا، غرور او نېکانګېرنه یې له نوموتو ملي ځانګړنو څخه دي. افغانان د يوې ښې راتلونکې لپاره نه ستړې کېدونکې هيلې او مثبت لید لرونکي هم لري.
دې سیالۍ کې برخه واخلئ، څو د انځورګرو، خلاقو الهاماخيستونکو او بصري هنرمندانو انځورونه، چې د افغانستان ژوندی او روښانه کلتور څرګندوي، راټول کړو.
دغه سيالي د يونسکو دفتر او د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا د کوريا د دولت په ملاتړ ترسره کېږي. له دې سیالۍ څخه مو موخه دا ده، چې يو ځل بيا د افغانستان بډای طبيعي او کلتوري ميراث ته پام او تمرکز وکړو، چې په تېرو څو لسيزو کې هېر شوی دی. خپل انځورونه موږ ته راولېږئ، څو د سولې، آزادۍ او ښکلا فضا بيا وروزو.
شرايط او ظوابط
د انځورونو په دې سيالۍ کې شرايط او ظوابط په لاندې ډول د پلي کېدو وړ دي. د اثارو لېږل، له استقامت پرته د دې ټولو شرايطو د منلو په معنی دي:
په دې سيالۍ کې ګډون وړيا دی.
څوک ګډون کولای شي؛
ګډون د ټولو کسانو لپاره ازاد دی (افغان او يا غير افغان، که په افغانستان کې وي او که بهر کې). د يونسکو کارکوونکي (دایمي يا موقتي، اوسني يا پخواني) د ګډون اجازه نه لري.
کوم ډول انځورونه کولای شو ولیږو:
- اثار بايد د افغانستان د کلتور او طبيعت د ښکلاوو د ماهیت ښودونکي او توصیف کوونکي وي. دا اثار کولای شي د جوړو شویو فرهنګي میراثونو لکه: آبدات او معمارۍ اثار، مجسمې، انځورګرۍ، کتيبې او د لرغونو اثارو پاتې شونو برخې، غير ملموس کلتوري ميراثونو لکه: نندارېز هنرونه، موسيقي، نڅا، ټولنيز دودونه، جشنونه، دوديز صنايع، نوښت لرونکي صنايع او یاهم طبیعي میراثونو لکه: منظرې او هغه سيمې، چې له ښکلايي، قومي، انسان پېژندنې او يا علمي پلوه مهمې وي. په بڼه وي.
هر ګډونوال کولای شي په هره برخه کې تر ۱۰ اثارو ولېږي.
- انځورونه بايد د وروستيو ۳ کلونو په موده کې اخيستل شوي وي ( د ۱۳۹۱ د تلې میاشتې له ۳۰مې نېټې وروسته). د رنګ اصلاح او ډيجېټل فلټر تر هغه بريده جايز دی چې د انځور اصليت بدل نه کړي.
د انځورونو د لېږلو څرنګوالی:
سيالي په دوه برخو وېشل شوې ده: د کامرې عکاسي برخه او د موبايل د انځورونو برخه. هره برخه جلا ارزول کېږي او ټول انځورونه بايد ډيجېټلي وي.
په هره برخه کې د انځورونو د لېږلو په بهير کې هر ډول مصارف د ګډونوال پر غاړه دي.
- د کامره عکاسي په برخه کې ګډونوال بايد خپل انځورونه دې ايميل
این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید
ته ولېږي يا د فايل شريکولو له وسايل لکه WeTransfer يا Dropbox څخه ګټه واخلي.
په دې برخه کې ګډون وال باید خپل فایلونه د عکاس نوم، د يو نه تر لس شمېرې او د ښار نوم سره یوځای ترتيب کړي. د بېلګې په توګه: Mohamadi1Bamiyan يا Mohamadi2Herat
د دې برخې انځورونه بايد تر ۲۰ ميګابايتو زيات نه وي. فارمت يې JPEG يا JPG وي، کيفيت یې لږ تر لږه ۳۰۰ dpi او د اوږده اړخ اندازه لږ تر لږه ۲۰۰۰ pixels وي.
- د موبايل د عکاسي په برخه کې ګډونوال بايد خپل انځورونه زموږ په فيسبوک پاڼه کې خپاره کړي:
www.facebook.com/showusyourafghanistan
د دې برخې انځورونه بايد په موبايل يا ټابليټ اخيستل شوي وي او اندازه یې تر ۵ ميګابايتو زياته نه وي.
ټول ګډونوال بايد لاندې معلومات په ذکر شوي شوي ترتیب سره وليکي:
د سیالۍ په کومه برخه کې ګډون کوي (موبايل يا کمره)
د انځور اخیستونکي نوم
د ځای نوم او د انځور اخیستلو کال
د امکان په صورت کې لنډه تشريح، چې ولې دا انځور د عکاس لپاره پر افغانستان د وياړ لامل شوی.
هر ګډون وال به د سیالۍ د ناسمې برخې د انتخاب په صورت کې په اوتومات ډول له سيالۍ وايستل شي. ( يعنې که د کامرې انځور د فیسبوک پاڼې له لارې او د موبایل انځور د ایمیل ادرس له لارې د کامرې برخې ته لېږل شوي وي).
د انځورونو د لېږلو موده:
د انځورونو د لېږلو وروستۍ نېټه د ۱۳۹۴ کال د ليندۍ ۳۰مه نېټه ده. هغو اثار چې وروسته له دې نېټې راغلي نه ترتیبېږي. يونسکو د انټرنټي ستونزو يا نورو ستونزو له امله د ځنډ او يا د اثارو د ورک کېدو مسؤولیت نه لري.
ارزونه (داوري)
د غوراوي پلاوی له لاندې عکاسانو او هنرمندانو چې نومونه يې ذکر شوي دي جوړ شوی، چې د هرې برخې ګټونکي به له پېژندلو وروسته غوره کړي.
رادا اکبر رضا دقتي ( د پلاوي رئیس)، سدي کريز سايمون نورفولکرضا يماک
د غوراوي پلاوي پرېکړه وروستۍ ده. د پایلو د تغیر او اغیزمنولو لپاره د ګډون والو هر ډول هڅه به د هغوی د سمدستي ايستلو سبب کېږي.
د ۱۳۹۴ د مرغومې په ۳۰مه نېټه به د هرې برخې درې ګټونکي او غوره رالېږل شوي اثار، د دې وېبسايټونو له لارې اعلانېږي:
www.facebook.com/showusyourafghanistan
يونسکو ښايي غوره انځورونه په نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې کړي يا په کتاب کې خپاره کړي. په دې صورت کې به له غوره انځورونو سره اړيکه ونيول شي او شرایط به ورسره شریک شي.
جايزې:
د کمره عکاسي په برخه کې به لومړی ګټونکی ۵۰۰۰ ډالره نقدي جایزه، دوهم ګټونکی ۴۰۰۰ ډالر نقدي جایزه او درېيم ګټونکی به ۳۰۰۰ ډالره نقدي جایزه ترلاسه کړي.
د موبايل د انځورونو برخې درې غوره ګټونکي به هر يوه ته ۲۰۰۰ ډالره نقدي جایزه ترلاسه کړي.
ګټونکي په بشپړه توګه د خپلو جایزو د مالياتو او د ترلاسه کولو اړوند اړوندو نورو لګښتونو مسؤول دي.
د ګډونوالو حقوق او مسووليتونه:
په سیالۍ کې ګډونوال د اثارو د مالک او انځور اخيستونکي په توګه پېژندل کېږي او د لېږل شويو انحصاري حق لري او د قانون په رڼا په انځورونو کې د ثبت شویو کسانو او موضوعاتو څخه د لازمو اجازي درلودلو مسؤولیت لري. يونسکو د رالېږل شویو اثارو په اړه د دریم لوري د حقونو تر پښو لاندې کېدو او یا د زیانمنېدو په تړاو له هر ډول ادعا يا شکايت مسؤول نه دی او ګډون وال د زیان ضامن دی. یونسکو په ورته مواردو کې دخیل نه دی او د دواړو اړخونو پر وړاندې بې طرفه دی.
ګډونوال حق لري له خپلو انځورونو په هر ډول چې خوښوي ګټه واخلي او حقونه یې وساتي، خو دې سیالۍ ته په لېږلو یې د ګټې اخیستنې امتیاز په وړیا ډول د یونسکو په واک کې ورکوي، څو یونسکو هغه د نړۍ په کچه او له محدودیت پرته عمومي نندارتونو او په غیر تجارتي بڼه هرې رسنۍ کې د سیالۍ د کچې لوړولو په موخه او اړوندو چارو کې ګټه واخلي او خپاره کړي.
هر انځور چې کارول کېږي د انځور اخیستونکي د نوم سره به وي.
که يونسکو وغواړي د نورو موخو لپاره انځورونه وکاروي، د عکاس رضا ته اړتيا لري.
او...
هر انځور بايد په سیالۍ کې د ګډون له اصولو سره سم وي. يونسکو حق لري چې هغه انځور چې د بدې او ناوړه محتوا، تاوتريخوالی، جنسي ناوړه کړنې، نژادپالنه او یا د هر یو بنسټیز حق څخه سرغړونې، لرونکي له سیالۍ لرې کړي، رالېږل شوي اثار باید د مړو او یا ژوندیو کسانو خصوصي حریم ونه نقض نه کړي.
يونسکو د سيالۍ د بدلون يا لغوه کولو حق لري او یا په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د سیالۍ په ترتیب، زمانبندۍ، برنامه جوړونې او یا نورو مواردو کې بدلون حق په هر زمان او هر مکان کې او په هر دليل د خپل ځان لپاره محفوظ ساتلی دی. یونسکو د هغو مورد يا مواردو چې د دې سیالۍ د شرایطو او ضوابطو له امله پوښښ نه دی ورکړل شوی، خپل حق محفوظ ګڼي.
- له ذکر مطالبو څخه هېڅ یو د یونسکو له مصوونیتونو، حقونو او امتيازاتو څخه د سترګو پټولو، محدویت جوړولو او ناليدلي کېدو لامل نه دی.
د لا زياتو معلوماتو لپاره موږ ته په این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید ادرس ايميل راولېږئ

