د افغانستان د خبریالانو مرکز په پام کې لري، چې د خبریال د ورځې په مناسبت د دویم ځل لپاره د « د یو عمر خبریالۍ لاسته راوړنې» جایزه د یوې سیالۍ له لارې د جایزې وړ کس ته ورکړي.
په شرایطو برابر کسان
نوماند باید په خبریالۍ کې لږ تر لږه ۱۰ کاله روښانه او بریالۍ کاري تجربه ولري او ع د خبریالۍ د پیاوړتیا او ملاتړ په برخه کې خپل تعهد د کار، د ځوانو خبریالانو د روزنې او یا د دې مسلک د دودولو له لارې ښودلی وي.
تقاعد شوي یا په کور ناست خبریالان هم نوم لیکنه کولای شي.
هغو خبریالانو چې په چاپي یا انلاین رسنیو کې یې کار کړی: د نوماند یو لیکل شوی مطلب د لینک سره.
هغو خبریالانو چې په غږیزو یا انځوریزو رسنیو کې یې کار کړی: د غوښتنلیک سپارونکي یو راپور (غږیز یا انځوریز) له متن او لینک سره.
هغه ایډیتوران یا سموونکي چې په هره چاپي، انلاین، غږیزو یا انځوریزو رسنیو کې یې کار کړی وي: د یوې کاري بېلګې او د هغې له لینک سره.
خبري انځور اخیستونکي: خپل پنځه غوره اخیستل شوې انځورونه له لینک سره.
د غوښتنلیک وړاندې کولو څرنګوالی
هره خبري رسنۍ کولای شي یو تن د پورته شرایطو په پام کې نیولو سره نوماند کړي او یا غوښتونکي کولای شي د دې شرایطو په پوره کولو سره په مستقیم ډول خپله غوښتنه واستوي، چې لاندې موارد پکې وي:
د دې لنډه تشریح، چې څنګه په دې برخه کې مخکښ دی؛
د نوماند مسلکي تجربې سره، چې د خبریالۍ د دودولو او د مطبوعاتو د ازادۍ د پیاوړتیا په برخه کې د هغه تعهد څرګند کړي، لاندې پتې ته واستوي:
این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید
جایزه
د «یو عمر خبریالۍ لاسته راوړنې» د ستاینې نښان او عربي متحده اماراتو دوبۍ ښار او یا د هندوستان دهلي ته د هوایي سفر د تګ راتګ تکت.
دا جایزه به د کب په ۲۷مه نېټه د خبریال د ورځې په مناسبت د دولتي لوړپوړو چارواکو او د رسنیو د ټولنې د استازو په شتون کې په کابل کې په یوه ستره غونډه کې ګټونکي ته ورکول شي.
د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه: یم شنبه د کب ۱۷مه، د شپې ۱۲ بجې.

