د وبلاګ‌لیکنې په نړیواله سیالۍ کې د ګډون بلنه

د آلمان نړیوال رادیو او تلویزیون دویچه‌وله د اووم ځل لپاره د نړیوال بلاګ‌لیکنې سیالي Bobs پیل کړې ده.
یاده سیالي د فارسي په کډون په یوولسو ژبو کې ترسره کېږي.
د روان کال د سیالۍ موضوعات د بشري حقونو دفاع، د بیان ازادي، د اعتراضي غونډو د ترسره کولو ازادي او د بشري حقونو نور اړخونه دي.
د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه: د ۲۰۱۱ کال د مارچ ۱۱مه
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.