د جنوبي کوریا خبري اژانس د ملګرو ملتونو په ملاتړ د د خبري انځوراخیستنې یو نړیواله دوره ترسره کوي.
د یونهاپ نړیوالې سیالۍ لومړۍ جایزه ۳۰ زره ډالره ده.
په دې سیالۍ کې د نړۍ د ټولو خبري انځوراخیستونکو ګډون ازاد دی.
یاده سیالي په درې برخو کې ترسره کېږي:
۱- د انسانانو د ژوند د شرایطو ښه والی
۲- د نړیوالې سولې پیاوړتیا او د چاپېریال ساتنه
۳- د اقلیم بدلونونه
مینهوال کولای شي خپل هنري اثار د ۲۰۱۱ د مې تر ۳۱مې نېټې پورې لاندې پتې ته واستوي.

