شخړو ته پوښښ ورکوونکو انځور اخيستونکو او ژباړونکو لپاره بورسیه

هغه مطبوعاتي انځوراخیستونکي او ژباړونکي چې د شخړو او کړکېچونو په خبري پوښښ کې یې برخه اخیستې وي، کولای شي د مالي مرستې ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیک واستوي.

د «The Aftermath Project» غیر انتفاعي بنسټ اعلان کړی، چې د عکاسانو او ژباړونکو سره د مرستې په موخه، د شخړو او پوځي نښتو په اړه خپلو تجربو د بیان لپاره یادو  کسانو سره مالي مرسته کوي.

یاده مالي مرسته د خبري انځور اخیستونکو لپاره شل زره ډالره او د ژباړونکو خبریالانو لپاره پنځه زره ډالره ده.

دا یو پروژه یو کلنه ده، څو عکاسان او ژباړونکي د شخړو په وخت کې د خپل حضور او د هغوی پر شخصي ژوند د اغېزو په اړه خلکو ته اطلاع رسونه وکړي. دغه معلومات وړاندې کول کولی شي د هرې لارې، لکه: د انځور اخیستنې، د نقاشي نندارتون جوړولو، د راپورونو جوړول او د زیانمنو کورنیو سره د مرستې کولو، ترسره شي.

د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه: د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر لومړۍ نېټه ده

د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ