ایان پرې بنسټ ځوانو مطبوعاتي انځوراخیستونکو ته بورسیه ورکوي

د يادې ۴۹۰۰ ډالري بورسیې مینه وال کولای شي چې خپل غوره اثار د نورو ګډون والو سره د رقابت لپاره واستوي.

د دویم او درېيم مقام ګټونکي به هم هر یو ۸۲۰ ډالري نقدي جایزه ترلاسه کړي.

دا بورسیه له ۲۴ کلونو څخه کم عمره ځوانو انځوراخیستونکو ته ورکول کېږي او موخه یې داده، چې ځوانو خبريالانو ته یو فرصت ورکړي څو وشي کولای د خپلو انځوریزو پروژو په سرته رسولو ځان د نړۍ په کچه مطرح کړي.

غوره شوي اثار به په ساندي تایمز ورځ پاڼه کې خپاره شي.

ایان پرې بورسیه په همدې نوم یوه انځوراخیستونکي په یاد کې ورکول کېږي، هغه په ۲۴ کلنۍ کې په روماني کې د یو راپور جوړولو پر مهال ومړ.

د نوم لیکنې وروستۍ نېټه: ۲۰۱۱ د جون ۳۰

د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ