له مطبوعاتي انځوراخیستونکو څخه مالي ملاتړ

د پرانیستې ټولنې بنسټ، هغو مطبوعاتي انځوراخیستونکو ته، چې د ټولنیزو بدلونونو د انځورواو په برخه کې فعالیت کوي، بلنه ورکوي چې مالي ملاتړ لپاره غوښتنلیک وسپاري.

د غوښتنليک سپارلو وروستۍ نېټه: د غویي ۲۳ – د ۲۰۱۱ کال د مې ۱۳

د دې کار موخه مستندې انځوراخیستنې ته د مطبوعاتي انځوراخیستونکو هڅول دي.

د غوښتنلیک سپارونکي باید د هغو اثارو پر بنسټ چې د بشري حقونو او ټولنیز عدالت په برخه کې چمتو کړي، د ټولنیز بدلون رامنځته کولو حل لارې وڅېړي.

د پرانیستې ټولنې بنسټ په پام کې لري، چې له پنځو څخه تر اتو وړاندیز شویو طرحو سره له پنځه زرو څخه تر دېرش زرو ډالرو مالي مرسته وکړي.

د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.