په امریکا کې ښځینه خبریالانو لپاره مطالعاتي فرصت

د ښځو د رسنیو نړیوال بنسټ د بشري حقونو او ټولنیز عدالت موضوعاتو ته لیواله ښځینه خبریالانو ته بلنه ورکوي، چې په امریکا کې یو شپږ میاشتني مطالعاتي فرصت لپاره نوم لیکنه وکړي.

د اليزابت نئوفر مطالعاتي فرصت به د ۲۰۱۱ له سپتامبر څخه د ۲۰۱۲ تر مارچ پورې وي او د یاد فرصت ترلاسه کوونکي به د بوستون ښار په پوهنتونونو کې د زده کړو ترڅنګ د بوستون ګلوب او نیویورک تایمز ورځپاڼو تحریریو ته هم لاسرسی ولري.

غوښتنليک سپارونکي باید په انګلیسي ژبه تسلط ولري، د یاد فرصت ترلاسه کوونکي د سفر، استوګنې او خوراک مصارف ورکول کېږي.

د اليزابت نئوفر مطالعاتي فرصت په همدې نوم یوې خبریالې په یاد کې ورکول کېږي، اليزابت نئوفر د بوستون ګلوب خبریاله او په ۱۹۹۸ کال کې په خبریالي کې د شهامت جایزې ګټونکې وه، هغې په ۲۰۰۳ کال کې د عراق جګړې د پوښښ پر مهال خپل خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د غوښتنليک سپارلو وروستۍ نېټه: د مې میاشتې ۲۷مه

د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ