د ټولنیزو شبکو راپور ورکولو په برخه کې د مطالعې لپاره د بورسیې ورکړه

هغه خبریالان چې په عمومي راپور ورکولو کې د ټولنیزو شبکو د کارولو سره علاقه لري، کولای شي چې په امریکا کې د یوه پنځه ورځني مطالعاتي فرصت لپاره غوښتنلیک وسپاري.

د دې بورسیې ګډون وال به چې د اوهایو ایالتي پوهنتون له لوري ورکول کېږي، د ټولنیزو شبکو لکه فیسبوک، ټوېټر او لينکین وروستي تکتیکونه او فنون بررسي کړي.

یاده زده کړیزه دوره به د 2013 د اپریل میاشتې له اوومې نېټې څخه تر دولسمې د اوهایو ایالت په کلمبوس ښار کې ترسره شي.

شرایط: د یادې بورسیې غوښتونکي باید لږ تر لږه د خبريالۍ پنځه کاله تجربه ولري او سربېره پردې باید په انګلیسي ژبه تسلط ولري.

د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه: د نومبر ۳۰مه

د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.