د ژورنالیزم څانګې زده کړیالانې او ښځینه خبریالانې کولای شي چې په ایتالیا کې د خبريالۍ په برخه یو میاشتني زده کړیز فرصت ته غوښتنلیکونه وسپاري.
یاده بورسیه د ایتالیا کاتولیکای پوهنتون له لوري د افغانستان د خبریالانو مرکز په همکارۍ درې کسانو ته ورکول کېږي.
د یادې بورسیې ترلاسه کوونکي به د ۱۳۹۲ د غویي میاشتې له ۱۱مې ( د ۲۰۱۳ د مې ۱) څخه به د یوې میاشتې په موده کې د خبریالۍ نوي ميتود د زده کړې لپاره میلان او تورنتو ښارونو ته سفرونه وکړي.
شرایط:
- په خبریالۍ کې کاري تجربې او په انګلیسي ژبه تاسې درلودل
- د عکاسۍ له کمرې څخه د ګټې اخیستنې وړتیا درلودل
- له شپږو میاشتو څخه د ډېر اعتبار درلودونکي پاسپورت درلودل
یادښت: د خبريالۍ څانګې زده کړیالانې نجونې د پورتنۍ شرطونو په درلودلو ( یادو کسانو ته د کاري تجربې درلودل اړين نه دي) سره کولای شي خپل غوښتنليکونه وسپاري.
مینهوال کولای شي چې خپلې سوانح ( سي وي) این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید او این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید برېښنایي پتې ته واستوي.
د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه: د ۱۳۹۲ کال د وري ۱

