د امریکا په بوستون پوهنتون کې د خبریالۍ روزنیزه دوره

د نړۍ له هرې برخې څخه خبریالان کولای شي د بوستون پوهنتون د څېړنیزې خبریالۍ روزنیز ورکشاپ کې د ګډون لپاره غوښتنلیک وسپاري.

دا دوه اوونیزه روزنیزه دوره د نیو انګلینډ څېړنيزې خبریالۍ مرکز له لوري د ۲۰۱۱ کال په اوړي کې ترسره کېږي.

مینه والو باید تر دې وړاندې د څېړنیزې خبریالۍ په برخه کې کار تجربه ولري. د دې دورې د ګډون مصارف ۲۶۷۵ امریکایي ډالره دی، چې د خوړو او خوراک لګښتونه هم پکې شامل دي.

د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.