هغه خبریالان چې غواړي د خپل مسلک د ډیجیټال برخې مهارتونه زده کړي، کولای شي په سینګاپور کې په یوه ځانګړې روزنیزه ډوره کې برخه واخلي.
دا یو کلنه دوره د ۲۰۱۱ کال د مارچ په ۲۸مه پیلېږي.
ګډونوال به په دې دوره کې څو رسنیز مهارتونه لکه د انځوريزو او راډیويي راپورونو تولید او د آنلاین خبریالۍ لپاره د عامو کمپیوټري سافټویرونو د کارولو لارې چارې زده کړي.
هغه ګډون وال چې دا دوره په بریالیتوب پای ته ورسوي، د ډیجیټال خبریالۍ ډیپلوم به ترلاسه کړي.
د یادې روزنيزې دورې تنظیموونکي به د نوملیکنې له لومړیو ۲۰ کسانو سره یو د مک بوک پرو لپټاپ او یوه کانون کمره د ډالۍ په توګه ورکړي.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.

