د فرهنګي پېښو پوښښ مینه وال خبریالان کولای شي د هغه یو میاشتني فرصت لپاره چې د کلمبیا د فرهنګ وزارت له لوري ورکول کېږي، نوم لیکنه وکړي.
د دې بورسیې ترلاسه کوونکي د ګابریل ګارسيا مارکز په نوم نومول شوي دي او د ۲۰۱۳ کال د جنوري له اوومې څخه تر ۲۷می پورې به د فرهنګي خبریالۍ زده کړې لپاره د کلمبیا کارتهنا ښار ته سفر وکړي.
یاده بورسیه به د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه شلو خبریالانو ته ورکړل شي.
مینهوال په انګلیسي ژبه تسلط ولري او په یاده برخه کې درې کاله کاري تجربه ولري.
د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه: ۲۰۱۲ د اکتوبر ۲
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ

