په امریکا کې د مطالعاتي فرصت ورکړه

د دموکراسي اړوند موضوعاتو ته لیواله خبریالان کولای شي چې خپل غوښتنليکونه، په دې تړاو د یو مطالعاتي فرصت د ترلاسه کولو لپاره په واشنګټن ښار کې د دموکراسي لپاره ملي موقوفه سازمان ته وسپاري.

یاده سازمان په پام کې لري څو د « ریګان - فاسل» برنامو په قالب کې لیواله خبریالانو ته بورسیه ورکړي، څو د شپږو میاشتو په موده کې د دموکراتیکو نظامونو او د پلي کېدو څرنګوالي په اړه یې څېړنې وکړي.

لیواله خبریالان کولای شي د ۲۰۱۳ د اکتوبر څخه د ۲۰۱۴ تر فبروري پورې یا هم له مارچ څخه تر جولای پورې بورسونو لپاره خپل غوښتنلیک وسپاري.

د سفر او پاتې کېدو مصارف، مرستندویه مصارف او صحي بیمه د دموکراسي لپاره ملي موقوفه سازمان له خوا ورکول کېږي.

د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه: د ۲۰۱۲ د اکتوبر ۱۵

د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.