په المان کې د دیجیټال خبریالۍ بورسیه

هغه خبریالان چې غواړي په دیجیټالي راپور ورکولو برخه کې خپله وړتیا لوړه کړي، په المان کې یاد مطالعاتي فرصت لپاره نوم لیکنه وکړي‌.

د نړیوالې خبریالۍ اکاډمي یاده بورسیه د دیجیټالي خبريالۍ په تړاو لس میاشتې آنلاین او حضوري زده کړیزو دوره لري.

ياد مطالعاتي فرصت د ۲۰۱۲ کال له سپتمبر څخه پیلېږي.

د بورسیې ترلاسه کوونکي په په کلن، برلین او هامبورګ ښارونو کې زده کړې وکړي او په نظري ټولګیو کې د کډون ترڅنګ به په عملي زده کړو کې ګډون وکړي.

ګډون وال به له حضوري دورو څخه وروسته د اووه ساعتونو په اندازه آنلاین ټولګیو کې چې د اونۍ په اوږدو کې ترسره کېږي، ګډون وکړي.

د ګډون والو د سفر، استوګنې او نوم لیکنې مصارف به ورکړل شي.

وروستۍ نېټه: د ۲۰۱۲ کال د مې ۷مه

د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.