په کاناډا کې د خبریالۍ بورسیه

د بېلابېلو حوزو خبریالان کولای شي، چې په کاناډا کې د یوې اته میاشتنۍ بورسیې لپاره نوم لیکنه وکړي.

د مانک نړیوالو اړیکو پوهنځي چې د تورنو پوهنتون اړوند دی، په پام کې لري مې د نړیوالو خبریالانو نوي نسل ته بورسیې ورکړي.

دا بورسیې به لسو کسانو ته ورکړل شي، چې په کې د تورنتو پوهنتون د نړیوالې خبریالۍ له ۳۵ زره ډالرو له پانګې څخه ۲۰ زره ډالر شامل دي.

منل شوي خبریالان به په د اتو میاشتو په موده کې د تورنتو پوهنتون په بېلابېلو ټولګیو کې د پیاوړي ښوونکو د څار لاندې، ګډون وکړي او خپله پوهه به لوړه کړي.

دا کسان له د یادې دورې په پای کې د نړیوالې خبریالۍ تصديق هم ترلاسه کوي.

مينه‌وال باید د اړوند زده کړو او کاري تجربې ترڅنګ له انګلیسي ژبې سره بشپړه بلدتیا ولري.

د غوښتنليک سپارلو وروستۍ نېټه: د ۲۰۱۲ د فبروري ۱۳مه

د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.