چاپېريالي خبریالانو ته په امریکا کې مطالعاتي فرصت

د چاپیریالي حوزې خوښوونکي خبریالان کولای شي، چې د امریکا په رود آیلند پوهنتون کې د یوه شپږ ورځني مطالعاتي فرصت لپاره نوم لیکنه وکړي.

په دې فرصت کې کډون وال به د ۲۰۱۲ کال د جون میاشتې له درېیمې نېټې تر اتمې نېټې پورې د اوبو او هوا بدلونونو او د اوبو سرچينو ککړ والي په تړاو یوه ښوونیز ورکشاپ کې ګډون وکړي.

د کډون والو د سفر او استوګنې مصارف به د مالي ملاتړ کوونکو له خوا ورکړل شي. 

د غوښتنليک سپارلو وروستۍ نېټه: د ۲۰۱۲ د فبروري ۱۹مه

د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ