هغه خبریالان چې غواړي د نوې ټکنالوژۍ په برخه کې زدهکړه وکړي، کولی شي، د نویو رسنیو په اړه په انلاين روزنیزو دورو کې ګډون وکړي.
دا روزنیزې دورې د نیویارک ټایمز د پوهې شبکې او د بیل ایالتي پوهنتون له لوري جوړېږي.
له دغو دوو دورو څخه یوه د څو رسنیزو د ډیزاین په اړه ده، پکې د څو رسنیزو اصول، د انځوريزو اړیکو، د متن او انځور عرضه کولو، د طراحي تاریخ، کیسه وینې او د صفحه بندۍ اصول شامل دي.
دوهمه دوره په څو رسنیزو ویډیويي راپور ورکولو په اړه ده چې پکې د فلم اخیستنې طریقې، د انځور تدوین او د انځوريز روایت کولو مهارتونه شامل دي.
دغه روزنیزې دورې به د مارچ له ۱۳مې تر ۱۸مې پورې ترسره کېږي او د هرې دورې د ګډون فیس ۲۲۵ ډالر دی.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.

