په امریکا کې د خبريالۍ برخې زده کوونکو ته تحصیلي بورسیه

هغه بهرني زده کړیالانو چې په امریکا کې د خبریالۍ په برخه کې له لیسانس څخه لوړې زده کړې کوي، کولای شي د یو ځانګړي بورس لپاره غوښته وکړي.

د غوښتنې موده: د ۲۰۱۰ کال د دسمبر ۳۰مه

دا بورسیه د بهرنیو رسنیو د ټولنې له صندوق څخه تمويلېږي، او درې نهايي بریالي به یې د ۲۰۱۱ کال په مې میاشت کې ترلاسه کړي.

لومړني بریالي ته به ۱۰ زره ډالر ورکړل شي.

غوښتونکي باید د خپلو اثارو دوه بېلګې، یوه دوه مخيزه مقاله او یو توصیه لیک وړاندې کړي.

د هغو اثارو انګلیسي ژباړه هم ، چې په نورو ژبو خپاره شوي، باید له پورتنیو مواردو سره مل وي‌.

د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.