د خبریالانو لپاره د د رویټرز بنسټ مطالعاتي فرصت

هغه خبریالان چې لږ تر لږه پنځه کاله کاري تجربه ولري، کولای شي په بریتانیا کې د خبریالۍ د مطالعاتو انستیتوت ( رویټرز) له لوري مطالعاتي فرصت لپاره غوښتنلیک وسپاري.

د نوم ليکنې وروستۍ نېټه: د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ ۱

هغې پروژې ته به لومړیتوب ورکړل شي چې د رویټرز له ټاکل شویو برخو سره، په ځانګړي ډول د خبریالۍ مالي اړخونه، د خبریالي برخه کې بدلونونو او د دې مسلک او دولتي چارواکو د حساب ورکونې ترمنځ اړیکو، تړاو ولري

د دې پروګرام موده به د هرې قضیې له مخې جلا ټاکل کېږي او د درېیو میاشتو تر نهه میاشتو پورې به وي.

د غوره شویو کسانو د خوړو، سفر او استوګنې ټول یا یوه برخه لګښتونه به ورکول شي.

د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.