۱۴۰۲ د تلې ۱۵مه
ټاکونکې اداره: د افغانستان تعلیمي (ښوونيزه) مؤسسه
د دندې ځای: کابل
د بستونو شمېر: ۱
د دندې ځانګړتیا: ټول وخت
د قرارداد موده: دوامداره
د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه: ۱۴۰۲ د تلې ۲۳مه
د کاري فرصت څرنګوالی:
۱. د رادیويي تعلیمي پروګرامونو جوړول.
۲. د پروګرامونو د موضوعاتو په اړه لږ تر لږه د درې سرچینو څېړنه او په ناستو کې یې وړاندې کول.
۳. په ټولو کاري او اداري غونډو کې ګډون.
۴. د پروګرامونو لنډیز چمتو کول، د فیډبک لپاره په غونډه کې وړاندې کول، د ایډیټورانو له خوا د بیاکتنې وروسته اړین بدلونونه راوستل او یوه کاپي د آرشیف لپاره ساتل.
۵. له دوهمې ژبې څخه ژباړه یا د پروګرامونو متن لیکل او د فیډبک لپاره وړاندې کول او د اړتیا پر مهال د پروګرامونو وړاندې کول او په نندارو کې رول لوبول.
۶. د پروګرامونو ثبت، ایډیټ او میکس، د پروګرامونو لنډ متن، غږیزه برخه او اړوند انځورونه د انلاین ټیم ته استول.
۷. د ډرامو او پروګرامونو د لوبغاړو د رول راپور وړاندې کول.
۸. د پروګرامونو لپاره د نوو تمثیل کونکو ټاکنه او روزنه.
۹. د سازمان ټولو اصولو او قوانینو درناوی او رعایت.
۱۰. د جشنوارو لپاره د پروګرامونو جوړول.
۱۱. د اړتیا پر مهال له رسمي وختونو وروسته یا د رخصتیو په ورځو کې په دفتر کې پاتې کېدل.
۱۲. په روزنیزو تریننګونو کې د ټرینر یا ښوونکي په توګه برخه اخیستل.
۱۳. هر ډول نورې دندې ترسره کول چې د برخې د مشر له خوا ورته سپارل کېږي.
شرایط:
- په ادبیاتو، ژورنالېزم یا هنرونو کې لږ تر لږه د لیسانس سند درلودل.
- لږ تر لږه درې کاله اړونده کاري تجربه درلودل.
- په دواړو رسمي ژبو (پښتو او دري) بشپړ تسلط.
- د غږ ایډیټ کولو پروګرامونو په کارولو کې مهارت درلودل (Cool Edit، Adobe Audition).
- د MS Office پروګرامونو په کارولو کې مهارت درلودل.
- د افغانستان د ټولنیز چاپېریال او د خلکو د ژوند د وضعیت په اړه په ځانګړي ډول د ماشومانو اړوند ښه معلومات درلودل.
- د ماشومانو لپاره د کیسو او داستانونو لیکلو مهارت درلودل.
- د موضوع ټاکلو، پراخولو او د ډیالوګ لیکلو وړتیا درلودل.
- د میداني څېړنو او مرکو د راټولولو سره بلدتیا درلودل.
- په ټولنیزو رسنیو کې د پروګرام وړاندې کولو لپاره د مناسب غږ درلودل.
- د سټوډیو د مدیریت او کنټرول مهارت او د تمثیل کوونکو د لارښوونې مهارت درلودل.
د غوښتنلیک سپارلو څرنګوالی:
پته: قلعه نجارها، لومړی سړک، کابل
د اړیکې شمېره: +93202400495
بریښنالیک: این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید

