۱۴۰۲ د لړم ۴
آیفکس نړیواله شبکه چې د کاناډا په ټورنتو ښار کې موقعیت لري او له سلو څخه زیات د بیان آزادۍ او رسنیو آزادۍ ملاتړي بنسټونه یې غړیتوب لري او په لري، د اړیکو او عدالت غوښتنې لپاره مدیر استخداموي.
دا دنده په بشپړه توګه غیر حضوري ده او تاسو کولای شئ چې د نړۍ له هر ځایه کار وکړئ، خو شرط دا دی چې د کاناډا د وخت له مخې، هره ورځ د سهار له ۱۰ بجو د ماسپښین تر ۳ بجو پورې انټرنټ ته لاسرسی ولرئ او خپلې دندې ته رسېدنه وکړئ. همداراز باید چمتووالی ولرئ چې د یاد سازمان له لوري ځینو ټاکل شویو سفرونو ته ولاړ شئ.
د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه: ۱۴۰۲ د لړم ۲۶ ( ۲۰۲۳ د نومبر ۱۷)
د لا زیاتو معلوماتو او د غوښتنلیک د سپارلو څرنګوالي لپاره لاندې پتې ته مراجعه وکړئ.

