په عينک میډیا کې د رسنیو سره د همغږي کوونکي په توګه کاري فرصت

عینک میدیا، چې یو با اعتباره رسنیز بنسټ دی په پام کې لري، څو یو وړ کس د رسنیو سره د همغږي کوونکي په توګه وګماري. لیوال او د لاندې شرایطو لرونکي کسان کولای شي خپل غوښتنلیکونه واستوي.

د دندې سرلیک: د رسنیو سره همغږي کوونکی

ټاکونکی بنسټ: عینک میدیا

د دندې ځای: کابل

د دندې ډول: بشپړ وخت

اړین شرایط:

۱. له بازار موندنی، رسنیزو زده کړو، سوداګریز مدیریت یا اړوند څانګو څخه د لیسانس سند درلودل.

۲.  په رسنیزو برخو، په ځانګړې توګه د همغږي کوونکي، د رسنیو پلان جوړوونکي یا ورته دندو کې له ۶ څخه تر ۸ کلونو پورې کاري تجربې درلودل.

۳. د Microsoft Office پروګرامونو په ځانګړي ډول Excel، PowerPoint او Word سره بشپړه بلدتیا.

۴. له ټولنیزو رسنیو او مختلفو ډیجیټلي چینلونو سره بشپړه بلدتیا.

۵. د څو دندو په یو وخت کې ترسره کولو وړتیا درلودل.

۶. د هېواد د رسنیزو بدلونونو په اړه دقیق او تازه معلوماتو درلودل.

۷. په انګلیسي او پښتو ژبو د خبرو کولو او لیکلو عالي مهارت درلودل.

د اعلان نېټه: ۲۰۲۵/۰۵/۰۶

د غوښتنليک سپارلو وروستۍ مهلت: ۲۰۲۵/۰۵/۳۰

یادونه: وړ کسان دې خپل سی‌وي او اړوند اسناد لاندې برېښنالیک ته واستوي:

این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید

د نورو معلوماتو لپاره لاندې شمېرې سره اړیکه ونیسئ:

۰۷۷۲۸۲۸۳۲۸