۱۳۹۵ د تلې ۱۹مه
د افغانستان د څېړنو او رسنیزو مطالعاتو انستیتوت د خپلې کاري ډلې بشپړولو په موخه د آژانس مسؤول مدير، د څو رسنیزو محتوا چمتو کوونکي او سمونکي او خبریالي په بستونو کې په شرایطو برابرې میرمنې له مناسب میاشتني معاش سره وټاکي.
د آژانس مسؤول مدير لپاره د ټاکنې شرایط
۱- د لیسانس اسناد درلودل
۲- په مسلکي ژورنالیزم کې لږ تر لږه درې کاله کاري تجربه درلودل
۳- د رسنیو ادارې او مدیریت اصولو سره بلدتیا
۴- په رسنیو کې د لیکنې او سمونې وړتیا درلودل
۵- د تحت وب منځپانګې د مدیریت سیستمونو لکه وردپرس او یا جوملا په برخه کې کاري تجربه او بلدتیا درلودل
۶- په سازمانونو کې د کاري تجربې درلودل
۷- د ورځنیو اقتصادي او سياسي پېښو په تړاو د تحليلي مقالو لیکو وړتیا درلودل
۸- د رسنیزو مطالبو د ژباړلو لپاره انګلیسي ژبې سره بلدتیا درلودل
د څو رسنیزو محتوا چمتو کوونکي او سمونکي لپاره د ټاکنې شرایط
۱- د لیسانس اسنادو درلودل
۲- په رسنیو کې د محتوا جوړونې او سمونې په برخه کې د لږ تر لږه درې کاله کاري تجربې لرل
۳- له څو رسنیز ژورنالیزم سره بلدتیا درلودل
۴- د ویب پاڼې په فضا کې د څو رسنیزې منځپانګې د تولید وړتیا درلودل
۵- د تحت وب منځپانګې د مدیریت سیستمونو لکه وردپرس او یا جوملا په برخه کې کاري تجربه او بلدتیا درلودل
۶- په رسنیو کې د لیکنې او سمونې وړتیا درلودل
۷- د فتوشاپ، پرېمیر پرو او ادوب ادیشن برنامو د کارونې سره بلدتیا او کاري تجربې درلودل
۸- د مسلکي وېډیو اخیستنې او کامرې کارونې سره بلدتیا درلودل
۹- د آنلاین او څو رسنیزو راپورونو جوړولو لپاره ساحې ته تګ لپاره وړتیا درلودل
مینه والې او په شرایطو برابرې ښځینه خبریالانې کولای شي خپل غوښتنلیک، تحصیلي اسناد او سوانح د ۱۳۹۵ کال د تلې تر ۲۹مې نېټې د ارزونې لپاره لاندې ایمیل ته واستوي.
این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې شمېرې سره اړیکه کې شئ.
۰۷۰۸۱۹۸۶۶۸

