په اصلاح تلویزیوني شبکه کې د «موشن ګرافیست» په توګه کاري فرصت

په اصلاح تلویزیوني شبکه کې د «موشن ګرافیست» په توګه کاري فرصت

۱۳۹۷ د تلې ۹مه

اصلاح تلویزیوني شبکه د خپلې کاري ډلې د بشپړولو په موخه، یو ماهر او تجربه لرونکی موشن ګرافیست د بشپړ وخت لپاره د مناسب میاشتني معاش سره ټاکي:

د ټاکنې شرایط:

۱. په کمپیوټر ساینس یا ورته څانګه کې د لږ تر لږه د لیسانس سند درلودل.

۲. د ډیزاین، ګرافیک، ویډیو جوړونې او انیمیشن په برخه کې لږ تر لږه درې کلنه مسلکي تجربه درلودل.

۳. د قوي ټولنیزو اړیکو وړتیا او ښې سابقه درلودل.

۴. د کاري پلان په سمه توګه اجرا کول او د اړتیا په صورت کې د نورو همکارانو سره همکاري ته چمتووالی.

۵. د اړوندو تخنیکي ستونزو د حل وړتیا درلودل.

۶. د کار کیفیت ته پاملرنه او د دندو په اجرا کې دقت درلودل.

۷. د اړوندو مهارتونو لرل، لکه:

Adobe After Effects

Illustrator

Photoshop

Cinema 4D

Premiere

Final Cut Pro

Flash

د کار ځای: کابل

د غوښتنلیک لېږلو وروستۍ نېټه: ۱۳۹۷ د تلې ۱۱مه

مینه وال او وړ کسان کولای شئعي خپل تعلیمي اسناد او (CV) د ارزونې لپاره لاندې ایمیل ته واستوئ:

این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید

د لا ډېرو معلوماتو لپاره د مسؤول کس سره په دې شمېرې اړیکه ونیسئ: ۰۷۹۷۵۰۵۳۵۷ / ۰۷۸۴۴۷۹۰۰۸