د افغانستان دخبریالانو مرکز له یوه نړیوال ایتلاف سره په ګډه د اندونیزیا د « اطلاعاتو او الکترونیکي راکړې ورکړې قانون» د بیا کتنې غوښتنه وکړه

د افغانستان دخبریالانو مرکز له یوه نړیوال ایتلاف سره په ګډه د اندونیزیا د « اطلاعاتو او الکترونیکي راکړې ورکړې قانون» د بیا کتنې غوښتنه وکړه

1402 لړم ۱۶(2023 دسمبر 7 )

د افغانستان د خبریالانو مرکز او د نړۍ له ګوډ ګوډ څخه د خبریالانو او د بیان ازادۍ د ملاتړ ۶۰ بنسټونو په یو پرانیستي لیک کې د اندویزنیا له حکومت غوښتي، چې ژر تر ژره د یاد هیواد د « اطلاعاتو او الکترونیکي راکړې ورکړې قانون(ITE)» په اړه له سره په غور کولو د بیان ازادۍ له اصولو ملاتړ وکړي.

په دغه لیک کې چې د اندونیزیا د «آزادو خبریالانو اتحادیې» له خوا چمتو شوی، له ولسي جرګې او د دغه هېواد له حکومته غوښتل شوي، چې د اطلاعاتو او الکترونیکي راکړې ورکړې د قانون د دویم تعدیل په مسوده کې یو شمېر ستونزې لرونکې مادې تعدیل کړي. ويل شوي دي چې دا مادې د تهمت لګونې، کرکجنو خبرو او ناسمو خبرونو په څېر ګڼو مواردو اړوند دي او په سيستماتيکه توګه د بيان د ازادۍ اساسي حق مانع ګرځېدلې دي او د بشري حقونو مدافعين يې سکوت ته اړ کړي دي.

د ITE قانون موخه چې په 2008 کال کې د 11 شمېرې قانون لاندې د ولسمشر سوسيلو بامبانګ يودهويونو په دوره کې تصويب شو، د اندونيزيا په ډيجيټل حوزه کې حقوقي رسېدنه د پام وړ بدلون په حال کې وه.په 2016 کال کې د جوکو ويدودو په حکومت کې د وروستیو تحولاتو سربېره، د دې قانون په جدي عناصرو کې لاسوهنه ونشوه. د تهمت لګولو او کرکجنو خبرو اړوند مادې، د مخکې په څېر د نيوکه کوونکو د غلي کولو لپاره د دولتي چارواکو له خوا کارېږي چې په دې هېواد کې د ځان سانسورونې او د بيان ازادۍ د محدودولو سبب شوي دي.

د دغه پرانیستي لیک لاسلیک کوونکو د اندونیزیا له حکومته غوښتي چې د تېر هغه تېروتنې تکرار نه کړي چې د دغه قانون پر بنسټ یې بې شمېره بې ګناه وګړي په ناحقه محکوم کړي دي. په دغه پرانیستي لیک کې ویل شوي چې دا د اندونیزیا د حکومت لپاره مناسبه شیبه ده چې د بیان د ازادۍ په برخه کې خپل ټیټ دریځ سم کړي او راتلونکو نسلونو ته یو تل پاتې میراث پریږدي.

د دغه لیک د منځپانګې او د لاسلیک کوونکو بنسټونو د نومو لپاره دې ادرس ته مراجعه وکړئ